حکومت په صوابۍ کې ایف ایم راډیو سټیشنونه تړلي دي

لراوبر ټکی کام ( خيبرپښتونخوا ) | دسمبر 8th, 2012


پېښور: د خیبر پښتونخوا حکومت په صوابۍ ضلع کې ۱۲ ناقانونه ایف ایم راډیو سټیشنونه تړلي دي.د پښتونخوا د کورنیو چارو څانګه وايي، په صوابۍ ضلع کې له تېرو څو کلونو راهیسې په بیلا بیلو دیني مدرسو او جماعتونو کې په دغه خپلسرو ایف ایم چېنلونو خپرونې کېدلې. د کورنیو او قباییلي چارو د دفتر یو چارواکي رسنيوته وویل، چې پر څلورم ډسمبر د پښتونخوا صوبايي کابینې غونډه کې په غیر قانوني ایف ایم چېنلونو اندیښنه وښودل شوه. او دا په کې وویل شول چې ناقاونه ایف اېم چېنلونه د حکومت پر ضد پروپېګنډه خوروی او د بدامنۍ اور ته لمن وهي. د ده په خبره ځکه یې وتړل.بلخوا د صوابۍ ضلعې د اشاعت توحید والسته مدرسې مشر مولا نا طیب چې ایف یم چېنل یې تړل شوی وویل چې دوی کرکه نه بلکې امن خوروي.د راډیو جرنلزم یو روزونکی عالمزیب اېف ایم چېنلې چلول بده خبره نه ده خو استعمال یې څنګه کېږي، دې ته کتل په کار دی. د ایف ایم راډیو اثر ډیر زیات دی ځکه چې په زیاتره پښتنو سیمو کې ټي وي نشته. او نه هم د ډېرو پښتنو په سیمه کې بجلۍ شته. او زیات خلک راډیو اوروي. چې په دې سره د هغوی په سوچ او عمل هم لوی اثر پرېوځي. ډېره لرې خبره نه ده، او نه مو له یاده وتلې چې په سوات کې مولانا فضل الله ایف ایم څه رنګ ولس د حکومت پر ضد رااوپارولی او بیا یې نتیجې تاسو ولیدلې او دغه رنګ خیبر ایجنسۍ کې د دوو مذهبي ډلو ترمینځ د دغه ایف ایم چېنلونو له لارې یو بل په سې خبرې او بیا د بدامنۍ پیښې مو له سترګو تېرېږي. نو ښکاره ده چې د دې راډیوګانو ډیر زیات اثرات وی))پښتونخوا حکومت په صوابۍ ضلع کې د ټولو اېف اېم راډیوګانو سامانونه ضبط کړي دي. د کورنیو چارو محکمې چارواکي وویل که چېرې دوی ته د دغه ډول نورو غیر قانوني راډیو چینلونه معلومات وشی نو د هغو پر ضد هم لاس پورې کوي.

Copyright Larawbar 2007-2024