کور / تازه خبرونه / طالبان وايي په دريو بېلابېلو پېښو کي لاسته راړونه لري

طالبان وايي په دريو بېلابېلو پېښو کي لاسته راړونه لري

 


د طالبانو له خوا په يوه خپره سوې خبرپاڼه کي راغلي چي ددوی د وسله والو له خوا د ملي پوليسو د کاروان دوه موټرونه ويجاړ شوي ، چې يويې په ماين والوزول شو ، بل يې سمدستې په کمين  کې د ناستو وسله والو طالبانو له لوري د راکيټونو خوراک شو .


د قاري يوسف د خبر له مخي په چاودنه او بريد کې د دښمن دواړه موټر په بشپړه توګه له منځه تللي او پکې لسو تنو کورنيو عسکرو ته مرګ اوژوبله اوښتي ده . دواړه بريدونه په يوه سيمه کې يو په بل پسې ترسره شوي دي .
همدارنګه د طالب وياند قاري يوسف له خوا لراوبر ته په رارسېدلې خبر کي زياته سوې ده ،نن ماسپښين دوې بجې ، ددې ولايت د ډنډ ولسوالۍ د “چارباغ “د سيمې د” شهيدانو هديري “سره نژدې د کورنيو عسکرو يو موټر په يوه ښخ شوي ماين والوزول شو ، په ترڅ کې يې په موټر کې ناست کسان چې شميريې اتو تنه ته رسيدی ، پنځه يې ووژل شول او درې تنه يې مرګوني ټپيان شوي دي .


د يو خبر له مخي ذبيح الله مجاهد لراوبرډاټ کام ته ليکي چي نن مازديګر څلور نيمې بجې يې د بهرنيوعسکرو درې ټانګونه هغه مهال  د ځای پر ځای شوو ماينونو په توسط له منځه يووړل، کله چې ددوی پوځی کاروان  د کونړ ولايت د “نواپاس “هغې سيمې ته راغی چې تيره شپه مجاهدينو دکورنيو عسکرو درې پوستې له منځه وړې وې .
د طالب وياند ذبيح الله مجاهد د خبر له مخې ، په چاودونو کې د دښمن درې واړه ټانګونه په بشپړه توګه له منځه تللي او پکې ناستو عسکرو ته يې درنده مرګ او ژوبله اوښتي ده .
ديادوني وړ ده ،چې د تيري شپي راهيسې د امريکايې عسکرو له خواد وارخطايې له امله په سيمه کې درنده بمباري روانه ده ، خو مجاهدينو ته يې  هيڅ ډول زيان نه د ی اړولی . د يادوني وړ ده چي د طالب وياند قاري يوسف او ذبيح الله مجاهد له خوا د يادو شوو پېښو په اړه تر اوسه دولتي چارواکو يا ناټو په رسمي ډول غبرګون نه دئ ښودلئ . د وسله والو طالبانو د مطبوعاتي دفترونو پخوا يوازي له رسنيو سره وخت نا وخت د ټيلفون له لارو تماس نيوئ ، خو د څو ورځو راپه دې خوا دوی نور هم منظم ښکاري او په پرله پسې ډول د جګړو په اړه خپلواکو ( غير دولتي ) انټرنټي خپرونو ته هم خبرپاڼي ليږي .