کور / مرکه / کاپيسا:انيسه څنګه ووژل شوه؟

کاپيسا:انيسه څنګه ووژل شوه؟

انیسه د امیر محمد لور د کاپیسا د دوېم نمبر کوهستان ولسوالۍ اوسېدونکې او د واکسین کمپاینره وه. هغه په عین حال کې د یادې ولسوالۍ د جمال آغې د نجونو د لېسې د لسم ټولګي زده کوونکې هم وه. د کاپیسا د ځایي چارواکو د غیر رسمي مالوماتو له مخې نوموړې شاوخوا ۳۰ کلنه وه او مور او پلار یې هم نه درلودل او له خپل ورور سره اوسېدله.

د هغه ښوونځي د مالوماتو له مخې چې نوموړې نجلۍ زده کړې په کې کولې، هغې ډېری صنفونه دوه دوه کاله لوستي او په منظم ډول ټولګي ته نه حاضرېدله. ښايي همدا لامل وي، چې په دومره لوړ سن کې یې تر ۱۰ ټولګي ځان رسولی و.

د انیسې ټولګیوال او ښوونکي وايي، چې نوموړې زده کوونکې د همدې کلنیو ازموینو پرمهال هم غیر حاضري درلوده او پر هغې ورځ چې وژل کېده د تاریخ ازموینه يې وه خو دې ګډون نه و په کې کړی. تر دې وړاندې یانې د پنجشنبې پر ورځ یې هم ازموینه کې برخه نه وه اخیستې.

د کاپیسا ولایت امنیتي چارواکو رسنیو ته ویلي، چې نوموړې د لیندۍ (قوس) پر ۱۱ مه د شنبې پر ورځ د سهار پر ۷:۳۰ بجو په داسې حال کې د نامالومو موټرسایکل سپرو لخوا د تومانچې پر ډزو ووژل شوه، چې د ښوونځي د مسیر خلاف پر بل لوري روانه وه او د ښوونځي د کتابونو پرځای د واکسین بسته ورسره وه. د هغې سیمې واټن چې نوموړې نجلۍ په کې وژل شوې د جمال آغې د نجونو له ښوونځي سره د پلي تګ یو ساعت لار ده. ویل کېږي، چې ښوونځی شمال لور ته واقع دی او نوموړې نجلۍ سوېل ته یوازې روانه وه، چې ووژل شوه.

د کاپیسا ولایت امنیه قوماندانۍ او د انیسې ورور د تېرې پنجشنبې پر ورځ د افغانستان له ملي ټلویزیون سره په مرکه کې وویل، چې انیسه د دوو تنو موټر سایکل سپرو په خپل منځي شخړه کې داسې وژل شوې، چې ګنې هغوی غوښتل یو پر بل ډزې وکړي، خو مرمۍ پر دې لګېدلې ده.

وړاندې تر دې سیمه ییزو چارواکو ددې پېښې لامل شخصی خصومت په ګوته کړی او تر اوسه یې هم په دې اړه د سیاسي عواملو شتون رد کړی دی. همدارنګه تر دې مهاله هېڅ کومې مخالفې ډلې د یادې زده کوونکې د وژل کېدو پړه پر غاړه نه ده اخیستې او نه هم په دې اړه امنیتي ځواکونو کوم شواهد موندلي دي.

غیر رسمي مالومات او دسیمې اوسېدونکي څرګندوي، چې د یادې نجلۍ په وژلو کې پرته له شخصي عواملو بل هېڅ هم نه دي شامل. د هغوی په وینا نوموړې ته هېڅکله هم ښوونځي ته د تلو له امله د چا لخوا ګواښ نه و شوی او نه هم چا ورته په دې اړه کوم اخطار ورکړی و. سیمه ییز وګړي وايي، چې دغې نجلۍ په سیمه کې ښه نوم نه درلود او د شخصي ستونزو له امله وژل شوې ده.

دا په داسې حال کې ده، چې د انیسې مرګ د یو شمېر کړیو لخوا له معارف سره تړل شوی او ویلي یې دي چې ګنې نوموړې ښوونځي ته د تلو له امله وژل شوې ده. لکه څنګه چې پورته یې یادونه وشوه، انیسه د معارف له حریمه بهر وژل شوې. له ښوونځي سره د پېښې د ځای واټن ډېر زیات دی. له نجلۍ سره د ښوونځي کتابونه او قلم هم نه دي موندل شوي، بلکې هغې د عامې روغتیا وزارت تر سیوري لاندې واکسین ته کار کاوه، هغه هم په داسې حال کې چې ازموینې یې روانې وې. دې ټکو ته په کتو جوتېږي، چې په دې مرګ کې د ښوونځي یا ښوونځي ته د تلو د عامل شریکول نه یوازې داچې موجه نه دی بلکې هېڅ ډول معقولیت هم نه لري.

ددې ترڅنګ د افغانستان په شان ټولنو کې د بدنامۍ، بدلمنۍ او داسې نورو عواملو له امله وژنې کمې نه دي، چې کله هم نه شي کېدای هغو ته سیاسي بڼه ورکړل شي او یاهم د هرې هغې په اړه ستر پروګرامونه او د غندنې مراسم تر سره شي، هغه څه چې یو شمېر کړیو یې د انیسې پر مړینه د کېدو غږونه پورته کړل.

په کاپیسا کې د یادې نجلۍ تر مرګ وروسته یو شمېر ناخبره اشخاصو پېښه د حکومت پر مخالفانو ور واړوله، حال داچې پولیس او د سیمې خلکو هغه وخت هم او اوس هم بل څه ویل. خلک وايي، پېښه شخصي ده او دغه تش په نامه شنونکي وايي، چې نه سیاسي او د حکومت د وسله والو مخالفینو کار دی. موږ کله هم د وسله والو مخالفانو د اعمالو دفاع نه کوو، خو په داسې حال کې، چې د افغانستان حکومت له ټولو لورو سره په پوره زور د سولې خبرې اترې پیل کړي، دغه شان څرګندونې د ولس په ګټه نه بولو. ددې ترڅنګ د حکومت د مخالفانو د اعمالو په یادولو د یو شمېر پېژندل شویو، حکومتي چارواکو د نومونو یادول او پر هغو په ډېره سپین سترګۍ د تورونو پورې کول هم له انصافه لرې خبر بولو.

هېڅ افغان هم په خپله ټولنه کې له ټولنیزو ستونزو او له دې لارې را ولاړو شویو لانجو انکار نه شي کولای، ښه به وي، چې دغه لانجې په پټو سترګو سیاسي نه شي بلکې په اخلاقي او ټولنیزه توګه یې مقابله وشي او له منځه یوړل شي.