کور / شعر / امید مو تاته کړی خدایه

امید مو تاته کړی خدایه

دا شپه به کله بیا رڼا شی
دا مروره ورځ پخلا شی
شپه خو اخر لری رڼا ده
ورځ څی تیاره شی بیا چپتیا شی
عمرهمدا ده څی تیریږي
دغه واړه په څه بسیا شي
امید مو تاته کړی خدایه
پام ته په مونږکړه،که سبا شی
منګي کښې نه لرواوبه مونږ
تږي که ویښ اوپه ژړا شی
څراغ کښې نشته دسوند تیل
خدایه دا وریځي که ترشا شي
چیغي به ووهو صحرا کښې
په مونږ که رحم لږ روا شي
ولی د بخت کاسه چپه شوه
مونږبی ګناه لاړوګناه کښې
که کتارجوړنکړئ ورکیږئ
لاره اوږده ده ستړی کیږئ
مشرکړئ مخکښې ورپسی لاړشئ
اوس خولاښه ده ټول پخلا شئ
له بدو ورځو خدای موساته
افسوس به کړئ بیا په ژړاشئ
موده لرئ ،نن په جرګو شئ
سرګریوانه ته په توبو شئ
څی دبنده بیا ته بنده شې
بیا خووخت تیروي په توبه شې
راځي لاس پورته کړي مشرانو
دلویی مځکي خاوندانو
دا به زمونږ لویه پرده وي
دهرافغان دژوند خوږه وي
راځي څی پو خ قسم ادا کړو
دا مرور بیرته پخلا کړو

2012-12-8