کور / د ماشومانو نړۍ / په څه ډول نکلونه پیدا سول

په څه ډول نکلونه پیدا سول

‎ یو وخت یوه پاچا ټوله حیوانان ځان ته راوغوښتل او ورته ویې ویل:
– په تاسو کي څوک د غنمو یوه دانه په یوه غويي باندي تبدیلولای سي؟
ټولو حیوانانو فکر وکړ چي دا امکان نه لري خو سوی وویل:
– زه به کوښښ وکړم.
نو د پاچا څخه ئې د غنمو یوه دانه واخیست، یوه کلي ته ولاړ او هلته یې هغه دانه پر مځکه واچوله. په دغه وخت کي یوه چرګه راغله او هغه دانه یې وخوړه. سوی هغه چرګه ونیوله او د هغې خاوند ته یې وویل:
– ته وګوره! ستا چرګي زما د غنمو دانه وخوړه.
د چرګي خاوند ورته وویل:
– پروا نه کوي. زه به تا ته بله د غنمو دانه درکړم.
سوی وویل:
– مګر هغه دانه ما ته پاچا راکړې وه. ته باید ما ته هغه چرګه راکړې.
نو د چرګي خاوند مجبوره سو چي چرګه وسوی ته ورکړي. سوی د چرګي سره یو بل کلي ته ولاړ. هلته ئې د یو چا څخه وغوښتل چي د شپې دوی ته ځای ورکړي. یو سړي دوی ته د شپې د تېرولو لپاره ځای ورکړ او سوی ورته وویل:
– زما چرګه د خپلو چرګانو سره یوځای مه اچوه ځکه چي دا ډېره غټه چرګه ده. د خپلو بزو سره یې وساته.
کله چي سهار سو سوی ولاړه چي خپله چرګه راواخلي خو پر چرګي باندي یوه بزه ختلې وه او وژلې ئې وه. سوی خپله مړه چرګه راواخیسته او د کور خاوند ته ئې وویل:
– ته وګوره! ستا بزو زما چرګه رامړه کړې ده!
د کور خاوند وویل:
– وبخښه. زه به تا ته یوه بله چرګه درکړم.

سوی وویل:
– خو هغه چرګه ما ته پاچا راکړې وه نو هغه ما ته د یوې بزې ارزښت لري. ته باید ما ته د هغې پر ځای بزه راکړې.
نو د کور خاوند مجبوره سو چي سوی ته یوه بزه ورکړي. سوی د بزې سره یو بل کلي ته ولاړ. هلته ئې د یو بل چا څخه وغوښتل چي دوی ته د یوې شپې د تېرېدو ځای ورکړي. یو بل څوک په کلي کي پیدا سو او دوی ته ئې ځای ورکړ. سوی ورته وویل:
– زما بزه د خپلو بزو سره یوځای مه اچوه. هغه ډېره جنګي بزه ده چي ستا بزې درخوږ نه کړي. د خپلو غواوو سره یې واچوه.
د کور خاوند همداسي وکړل. سبا سهار کله چي سوی ولاړه چي خپله بزه وویني که ګوري چي بزه مړه ده. یوې غوا په لغته وهلې وه. سوی نارې کړې:
– ته وګوره! ستا غوا زما بزه رامړه کړې ده!
د کور خاوند یې وویل:
– زه به تا ته یوه بله بزه درکړم.
سوی وویل:
– مګر هغه بزه پاچا ما ته راکړې وه. هغه ما ته ډېره مهمه وه. ته باید ما ته د هغې پر ځای یوه غوا راکړې.
او هغه هم غوا ورکړه نو په دې ډول سوی د یوې غوا خاوند سو او هیڅ پیسې یې هم نه وې پر ورکړي. ولاړه چي پاچا ته ئې وروښیي. پاچا وویل:
– افرین! ته د یوه انعام وړ یې! وایه، ته څه شي غواړې؟

سوی وویل:
– زه هغه مرتبانه غواړم چي ستا د پښو سره پرته ده.
هغه داسي مرتبانه وه چي کله به پاچا غوښتل چي حیوانانو ته یو نکل وکړي، هغه مرتبانه به یې خلاصه کړل او یو نکل به د هغې څخه راووتی. پاچا وویل:
– هغه به زه تا ته درکړم خو که هغه ستا څخه ماته سي، نو ته به ټول نکلونه د تل لپاره د لاسه ورکړې.
سوی مرتبانه واخیسته او کور ته روان سو. ډېره لاره نه وو تللی چي سوی غوځار سو او مرتبانه ولوېده او ماته سوه. ټوله نکلونه راووتل. د هغه وخته راهیسي نکلونه ایله دي او د دنیا په هر وطن کي دي.
د دې نکل څخه موږ زده کوو چي انسان د ارادې، تصمیم او عقل په وسیله ډېر ناممکن په ممکن اړولای سي.
(د افریقا څخه)