کور / تازه خبرونه / په فاریاب کښي دخارجي مؤسسې پنځه کارمندان وتښتول سوه

په فاریاب کښي دخارجي مؤسسې پنځه کارمندان وتښتول سوه

پرون (قوس ۲۱مه ۱۳۹۱) دسهار پرپنځه بجې دفاریاب دقیصر( ولسوالۍ) دسید چرخي په کلي کښي، ددولت ضد وسله والودیومحلي مشرپر کوربریدوکړ چي په نتیجه کښي یې دیوې خارجي مؤسسې پنځه کارکوونکي چي څلور یې انجینران اویو یې موټروان وو، وتښتول. ویل کیږي چي نوموړي کارمندان دیا سوي محلي مشر کورته په یوه رسمي سفر تللي او شپه یې هلته تېره کړې وه. دتښتولو سوو کسانو دهویت په اړه تردې مهال څه نه دي ویل سوي خو دازادولو هلي ځغلي یې رواني دي.
په ۲۰۱۲ کښي ددولت دمامورینو، دخارجي و داخلي مؤسساتو او شرکتنو دکارمندانو او کارګرانو تښتول زیات سوي دي چي اکثره وخت دغه ډول پيښي دکابل کندهار پرلو لاره ترسره کیږي.