په لغمان کي د پوليسو او طالبانو تر منځ جګړه وسوه

جان محمد مهربان | دسمبر 11th, 2012


لراوبر ته په داسي حال کښي له لغمان څخه یو بل خبر را ورسېدﺉ چي دکنړ دنور ګل ولسوالي دپنجشېرپه ناوه کښي دافغان ملي پولیسو او ددولت دوسله وال ضد ګروپ ترمنځ جګړه لا ختمه سوې نه ول چي بله جګړه دلغمان دمهترلام ددېمزو په کلي کښي پرنهه بجې او دېرش دقیقې باندي، دافغان ملي امنیتي ځواکونو او دوسله والو ځواکونو ترمنځ هغه مهال رامنځ ته سوه کله چي افغان ملي امنیتي ځواکونو په نوموړې سیمه کښي تصفیوي عملیات ترسره کول.
ددې جګړې په اړه رسنیو ته نور جزیات نه دي وړاندي سوي. که څه هم د کنړ دنور ګل ولسوالي دپنجشېرد ناوې جګړه پای ته ورسېدل خو رسنیو ته داوښتي مرګ ژوبلي په اړه تردې مهاله معلومات نه دي ورکول سوي.

Copyright Larawbar 2007-2024