کور / تازه خبرونه / خوست : د ازادې مېني سړک کار بشپړ سو

خوست : د ازادې مېني سړک کار بشپړ سو

دخوست ښارپه ازادۍ مېنه کې دشل ميليونو،څلورلکه ،دوه شپېته زره ،اته وېشت افغانيوپه ارزښت جوړشوى سرک ديولړمراسمو په ترڅ کې دخوست والي ښاغلي عبدالجبارنعيمي لخوا دپټۍ پرې کولوسره ګټې اخيستنې ته وسپارل شو ،په دغه مراسمو کې دخوست والي ترڅنګ امنيه قوماندان مل پاسوال عبدالقيوم باقي زوى ،دولايتي شورا وکيل الحاج مرادخان منګل ،دسولې دولايتي کمېټې مسوول مولوى حنيف شاه حسيني ،دښاروالۍ مرستيال انجنير محمدشريف ،دفوايد عامې رئيس انجنير مامورشاه اوديوشميرنورو ملکي اوامنيتي ادارو مسوولينو اومنسبوينو ګډون کړى وو.

خوست والي ښاغلي عبدالجبارنعيمي په ازادۍ مېنه کې دجوړ شوې سرک دپرانيستې پرمهال وويل چې دغه سرک ٨٠٩ متره اوږدوالى او ١٤متره عرض لري دنوموړي په خبره ددغه غبرګ سرک ترڅنګ دواړو خواووته په اساسي ډول لختي هم جوړ شوي دي چې دښاروالۍ دانکشافي بودجې څخه پرې شل ميليونه ،څلور لکه ،دوه شپېته زره او اته وېشت افغانۍ لګښت راغلى دى ،دخوست والي په خبره دياد سرک په پروژه کې په لسګونو کسانو کارکړى دى اوپه جوړيدو سره يې له يوې خوا سيمې ښکلاپيداکړې ده اودبلې خوا ددغه مينې داوسيدونکوپه وړاندې پرتې ستونزې هوارې شوې دي.

ښاغلي نعيمي په خپلو خبروکې وويل چې ازادۍ مېنه دځمکو دغصب پروړاندې دمبارزۍ لومړۍ سنګربلل کيږي دده په خبره څوکاله وړاندې دغه سيمه دغاصبينو ترولکې لاندې وه خو دولايتي ادارې دقوي هوډ په اساس له غصب خلاصه او دامهاله په کې دڅوښوونځيو ،سرکونو ،سلګونو کورونو او مسجدونو کارونه په چټکۍ سره روان دي.

خوست والي په خپلوخبروکې دخوست ولسونو ته ددې ډاډورکړ چې ولايتي اداره اوامنيتي ارګانونه ټول هڅه کوي چې په خوست کې امنيتي حالت لازيات ډاډمن کړي اوددغه ولايت په مرکز او ولسواليو کې دبيارغونې پروژې پلې کړي.

دمراسمو نورو برخوالو هم دجوړشوي سرک په جوړيدو باندې خوښي څرګنده کړه له ولايتي ادارې يې مننه وکړه چې په دغه ولايت کې دبيارغونې کارونوته ځانګړې توجه لري ،له مرکزي حکومت اونړيوالې ټولنې څخه يې په دغه ولايت کې دبنسټيزو پروژو دپلي کيدو غوښتنه وکړه.

دمراسمو په وروستيو کې دخوست والي ښاغلي عبدالجبارنعيمي ،امنيه قوماندان مل پاسوال عبدالقيوم باقي زوى او ورسره مسوولين لخوا جوړ شوى سرک دپټۍ په پرې کولوسره ګټې اخيستنې ته وسپارل شو.

ورپسې دخوست والي او ورسره مسوولينو دازادۍ مېنې ،متون تپې له تاريخي پارک اويوشمير نورو ساحواوپروژو څخه په پرلپسې توګه ليدنې ترسره کړې،چې په هره برخه کې داړونده مسوولينولخوا ورته لازم معلومات ورکړل شول ،خوست والي ښاغلي عبدالجبارنعيمي داړونده ادارو مسوولينوته لارښوونه وکړه چې دهرې پروژې دپلي کيدو څخه جدي نظارت وکړي ترڅوهره پروژه په ښه څرنګوالي سره پلې او ولسونوته يې اساسي ګټه ورسيږي ،ددغه ليدنوپرمهال يې دا خبردارۍ هم ورکړ چې ددغه ولايت په مرکز او ولسواليو کې به دغصب په وړاندې مبارزې نورهم چټکه اوګړندۍ کړي له ولسونويې وغوښتل چې په دغه پاکه اوسپېڅلي مبارزه کې دخپلې ولايتي ادارې سره خپله ولسي همکاري زياته کړي.

واکمن