کور / هراړخیز / چې ریښتاراځې درواغوبه کلۍ وران کړي وي

چې ریښتاراځې درواغوبه کلۍ وران کړي وي

درواغ بدترین معایب،سخته ګناه، د ټولومفاسدوسرچینه اومنشاء ده، درواغ داخلاقې رذایلواوکبیره ګناهونوسرچېنه ده.
دروغ انسان په دنیا اوآخرت کې دالهې خیراورحمت ځنې محرومي وی، دخلکوپه منځ کې ېې اعتماداواعتبارسلبوي ټولنه په ناروغۍ اخته کوی، دروغ دژبې آفت دی دمسلمان ایمان له منځه وړی.
ولی دورغ ویل کیږی؟ اصلاْ دروغ ویل د روانې ګډوډیو نه دی چې اصلې لامل يي د نوروپه منځ کې ځان په حقارت کې لیدل دی.
ځینې وختونه دروغ دفقرله بیری ویل کیږی، دخلکوپه ځان باندی راټول ساتلولپاره چې دغه میتودنه اکثره سیاستوال ګټه پورته کوي.
ځینې دروغ د موقعیت اومقام دلاسته ورکونې لپاره، دمال اوجاه سره د سخت اوکلکې مینې اولیوالتیا له امله اوداسې نور … یوشخص ددغونامشروعو مقاصدواوموخوته لاسرسۍ لپاره ددغې وسیلې نه ګټه پورته کوي.
دروغ د ډیرو ګناهونو اوزار او ذریعه ده تردی چې دروغ ویونکې نورو ته په بدبینې اوبدګمان سره ګورئ، دروغ ویونکې باید وپوهول شي دکومې موخې لپاره چې ددغې شومې وسیلې نه استفاده کوي د هغې ګټه اونفعه آنی اوتیریدونکې ده هیڅ بقاء اوپایښت نلری نودکم بقاء څیزونولپاره نه باید ددومره لوی جرم مرتکب شي.
همدغه راز د دروغ ویونکیو لپاره د درملنې بله لاره داده چې د هغوي شخصیت وروزل شي دایمان اوتقواء پايي په کې ټينګې کړای شي په دروغوککړچاپیریال نه لیری کړای شی روزنه ورکړل شي ترڅود هغوی شخصیت په معنوي ډول وده وکړي او دروغ ویلو نه خوندی کړل شي.
که فکروشي د هستې په نړۍ کې په ټوله کې د صداقت،صراحت اوحقیقت قانون جاری دی، که څه هم په ظاهرکې یوڅه تضادونه اوتعارضونه لیدل کیږی. مګردورغ اوخیانت اصلاْ په طبیعت کې وجود نلري.په طبیعت کې اصولاْ باید حقایق ولیدل شي اودخلاقیت ژبې نه باید ریښتا واوریدل شي اوبس لکه څنګه چې يي شاهد یو.
لنډه داچې دطبیعت خلقت په حقیقت اوریښتینولې ولاړ دی خودا انسان ظالم دی چې حق په باطل اړوې اودهرڅه دسرچپه کولو په هڅه کې دی پردی نه پوهیږی چې پخپله دځان لپاره دهلاکت اسباب برابروي.
وګورئ د کایئناتوخالق په څومره ښکلې تکوینې ژبه خپلوبنده ګانو ته ویلې ریښتنولې ستاسولپاره بهتره ده.
حضرت علې (رض) ویلې دی خلک یوه برخه دباطل اویوه برخه دحق سره ګډوی.
د ژبې دخطرناکوآفتونواوناروا څخه یو دروغ دی چې د لویوکناهانونه شمیرل کیږي. یوعالم ویلی دی «جعلت الخبائث كلها فى بيت و جعل مفتاحها الكذب»ژباړه: “ټولې چټلې په یوه خونه کې اچول شوي چې کلیديي درواغ ده. درواغوته غوږکېښودل هم حرام دی. که څوک خپل عزت غواړئ نوله دروغ ویلونه دی ډډه وکړي.

جمعې ورځ ۱۴، ډسمبر۲۰۱۲