کور / راپور / بې وسه ډېوه او بې انصافه قاضي

بې وسه ډېوه او بې انصافه قاضي

د دولت ټول جوړښت، له پورته څخه تر کښته پورې په دغه فساد کې ښکېل بلل کېږي، خو د قضا په اړه نظر تر ټولو ټيټ دى.
“دعوه هغه گټي چې ډېرې بډې ورکوي”- دا د افغانستان د اوسنۍ قضا عمومي تعريف دى.
که څه هم په دې برخه کې به استثنا وي، خو بي بي سي ځينې داسې اسناد راټول کړي چې په څو ډوله ناقانونه کړنو کې د قاضيانو ښکېلتيا جوتوي.”
پيل

مساله د يوې ځوانې ژورنالستې له عريضې پيلېږي چې د خپل راتلونکي مېړه له کړولو څخه د ژغورنې په هيله يې د ننگرهار يوې ښاري محکمې ته وړاندې کړې ده.
دا د ٢٠ کلنې “ډيوې” د ژوندانه لومړنۍ حقوقي تجربه ده.
ځان پر حقه او قانون پر خپله خوا بولي او باوري ده چې دعوه به يې په څو اوونيو کې په گټه فيصله شي.
خو هغسې نه کېږي. محکمې ته تلل اوږدېږي او له پر له پسې غېر حاضرۍ يې په سيمه ييزه راډيو کې کار هم له لاسه وځي.
نهيلې “ډيوه” اوس څو قاضيان په گډه څاري: د اړوندې محکمې مشرد سوداگريزديوان رييس ظهورالدين او يو بل چې د دوى دواړو تر منځ د رابط دنده تر سره کوي.
ظهورالدين ته دنده سپارل کېږي چې د ډيوې کورته ورشي، ډيوه وايي:
” ما داسې فکر کاوۀ چې د هغو خلکو له طرفه راځي ځکه چې له دې پېښې ټول قاضيان خبروځکه چې هرچا به زارۍ کولې ما ويل دى به هم همداسې کوي.”
خو د ډيوې تصورناسم و. د ظهورالدين ماموريت له مېړه سره د ډيوې پخلاکول يا منځگړتيوب نه دى.
” چې خبره رشوت ته شوه نو پوه شوم چې خبره بل ډول ده نو لاړمه ريکارډر مې له ځان سره واخيست او ثبتول مې پيل کړل”
ډيوې که څه هم کار بايللى و، خو د کار وسايل يې لا هم درلودل او د هغو په مرسته يې له قاضي ظهورالدين سره د خبرو ټول بهير په پټه ثبت کړ.

افغان ښ
په پټو ثبت شويو خبرو کې قاضي لومړى د قرباني له ډاډه کولو پيل کوي “په هر ځاى کې زما خبره چلېږي. کار به دې خداى کوي او زۀ به يې کوم.”خو دا وړيا خدمت نه و. خپله بيه يې درلوده، په پټ ثبت شوي ټيپ کې اورو”
ډيوه: ښه دا شل زره خو واخله.
قاضي: دا زما شوې.
ډيوه: دا ستا شوې.
قاضي: گوره که خدا ناخواسته کار مې ستا وکړ او که مې و نه کړو دا زما شوې.
د ډيوې مور: دا ۴۰ شوې شل دې يو شل دې بل.
قاضي: نه، ما او دا ( ډيوه) سره پوى شو، دا زما لحاظ دى زما سوال دى او زما خاطر دى.
ډيوې شل زره ومنلې، خو له ټولو هڅو سره سره يې په هماغه شېبه کې يوازې د دې نيمايي هومره چمتو کړاى شوې، ډيوه وايي:
” موږ سره خو په کور کې پيسې نه وې، ما مې اخښي ته تيليفون وکړ هغه وويل ما سره هم نشته. ما ورته وويل عاجل کور ته راشه. هغه سره موټر سايکل و او کور يې هم موږ ته نژدې و عاجل راغى. د مور غوږ کې مې د سرو زرو غوږۍ وې، بازار موږ ته نژدې دى هلته يې يووړې، خرڅې يې کړې، ۱۰۰۰۰ افغانۍ شوې هغه يې راوړې.”
ظهورالدين چې خپله برخه پخه کړه، نو د خپل شريک په غم کې شو، په پټ ثبت کې قاضي وايي: “سبا ته دا ٥٠ که په هر شکل کېږي برابرې کړه.”
ډيوه: دا خو برابروو
قاضي: بس نو ستا به نه دويمه محکمه وي نه به دريمه وي نه به څلورمه وي.
“د ډيوې مدافع وکيلې د دغې کورنۍ د خونديتوب په اړه کلکه اندېښنه وښوده. يوازې کورنۍ نه چې ځان يې هم په خطر کې وباله”
خو ډيوه لا شکمنه وه چې هسې نه پيسې ټولې ظهورالدين واخلي او اصلي کس ته و نه رسېږي:
” ما ورته وويل زۀ ستا په خولې باور نه کوم، ويل يې تا سره د هغه بل قاضي روحاني شمېره شته ما ويل هو ، ويل يې زنگ ورته ووهه. ما چې زنگ ورته وواهه، دى ورسره وغږېدۀ او ورته و يې ويل چې زۀ ډاکټر ظهورالدين يمه، زۀ يې ورته وښودمه چې د دوى په کور کې يمه او دا اماده ده چې ٥٠ زره افغانۍ تا ته درکړي او ٢٠ زره ماته راکړي. ”
د خبرو په بهير کې، د لوبې دويم پړاو پيلېږي.
قاضي روحاني خپله ونډه لوړوي. ظهورالدين چې د دې شېبې په تمه و خپله دويمه قطعه (پره) ميدان ته اچوي، ډيوه وايي:
” دا ټيلیفون چې بيا زنگ وواهه ما بيا دوه ځلې هوکې وواهۀ. ما سره ريکارډر و ما ويل ودرېږه چې غږ يې واخلم. قاضي ورته وويل چې دۀ ته د لغمان وکيل زنگ وهلى دى هغوى واسطه هم لري او دوه لکه افغانۍ هم ورکوي. زما مقابل خلک يې ښودل. زۀ ډېره خپه شوم ورته و مې ويل چې هغوى دوه لکه ورکوي زما کار کله کېږي نو دلته و چې قاضي راته وويل ته ما سره وادۀ وکړه.”
قاضي، ډيوې ته چې آن د ده له مشر زوى څخه هم دوه ځله کشره ده، د واده وايي. د ډيوې مور چې د خبرو شاهده ده، خپله حيرانتيا نه شي پټولى:
” زۀ داسې خپه وم. ما ويل ځه ته خو زامن لرې، انږندې لرې، لورگانې لرې، ښځه لرې او وايې چې وادۀ مې په خپله مينه کړى دى او زموږ له مشکل او سختۍ نه اوس ناولې گټه پورته کوئ.”
د ظهورالدين د شمېرنې له مخې ډيوه او کورنۍ يې لږ تر لږه ۱۰۰ زرو افغانيو ته اړتيا لري چې هم يې دعوه بريالۍ شي او هم په کوژده کې د زوم له خوا يو څه لگېدلې پيسې، د قانون له حکم سره سم بېرته ورکړي.
کله چې ډيوه د بېوسۍ څرگندونه کوي، قاضي بيا د مرستې په دريځ کې راڅرگندېږي، د پټ ثبت شوي ټيپ دا برخه کې د ډيوې په خبرو پيليږي:
” دا يو لک داسې تاوې کړه او په خپل جيب کې يې واچوه او ۸۰ ماته را وسپاره.
قاضي: دا خبره مه کوه.
ډيوه: چې زۀ بېرته قرضونه خلاص کړم.
قاضي: که ته ۲۰ لکه هم قرضداره شې په دې مساله کې، شل لکو ته دې زۀ ولاړ يم، زۀ يې ورکوم. نور ته څه وايې، دا شل لکه افغانۍ يې هم ستا، او له دې نوک نه رانيولې تر دې تندي پورې درته طلا هم اخلمه.”
“قاضي ظهورالدين چې خپله برخه پخه کړه، نو د خپل شريک په غم کې شو”
ډيوه د زاړه قاضي د سرو او پيسو وړانديز نه مني او په خپله خوښه د برخليک پر ټاکنه ټينگار کوي.
قاضي ته د قانون دغه حکم تر ځان ټيټ برېښي، او د دې د انکار په ځواب کې يې پټې ثبت شوې خبرې ښيي:
” قاضي: او ما نه کوې؟
ډيوه په خندا: دا به بيا گورو چې ته يې يا بل وي يا بل وي، خو فعلآ انتخاب نشته. بيا گورم چې ايا ته ما ساتلى شې؟ ”
بي بي سي د دې پېښې د پلټنې په بهير کې قاضي ظهورالدين ومونده او له هغه نه يې سپيناوى وغوښت.
قاضي لومړى انکار کاوه چې دغسې يو څوک نه پېژني، خو کله چې له شواهدو سره مخامخ شو، په دريځ کې يې بدلون راغى:
” گورئ دا خو خبرياله ده اوازونه يې پټ کړي دي او يو څه يو ځاى کړي دي.”
نو يعنې پيسې مو نه دي غوښتي؟
” يوه روپۍ ما نه ده اخيستې او نه يې راکړې ده او دې دسيسه جوړه کړې ده.”
د ظهورالدين په خبرو کې د افغانستان د قاضيانو په اړه يو بل حقيقت هم را ووت: “يو قاضي ۱۰۰زره روپۍ اخلي او هغه هم ريس د محکمې. هو، دا خو د بډو لپاره دومره نه دي!”
نو تاسې ولې غوښتي؟
” دا پيسې د نامزاد لپاره پيسې وې چې دوى ور نه يو لک روپۍ اخيستي دي”
يعنې چې د روحاني لپاره هم نه دي غوښتل شوي؟ قاضي وويل “روحاني چې دى هغه د هغې قضيې خپل قاضي دى او له ما سره ارتباط نه لري”
ظهورالدين ټينگار درلود چې روحاني نه پېژني او نه هغه ور استولى دى. خو په دې اړه يې پټې ثبت شوې خبرې څه وايي؟
” روحاني ته خداى ارزښت لري او له خداى نه وروسته زۀ”
ډيوه هم وايي چې دا د قاضيانو گډه طرحه وه:
” قاضي روحاني خپله دا ظهور الدين رالېږلى و زموږ کور ته او هغه ثبت کې هم معلومېږي چې وايي زۀ روحاني را لېږلى يم او ما چې ورته وويل ما سره پيسې نشته نو ويل يې وادۀ راسره وکړه.”
له روحاني سره يې د گډې طرحې تاييد له خپلې خولې هم په پټه ثبت شويو خبرو کې داسې راغلي:
” روحاني څه وويل په تيلیفون کې، دا خبره يې بل چا ته کوله؟ گوره دا خبرې به ستا له خولې نه وځي بل هيچا ته به يې نه کوي، ورور به دې نه خبرېږي اخښي به دې نه خبرېږي او زما نوم به هم چاته نه وايې. ورته وايه د هر چا يو څوک شته خداى هم شته.”
د هر چا خداى شته- قاضي وايي! د ډيوې هم شته او د قاضيانو هم شته!
بي بي سي قاضي روحاني هم ومونده چې وغږېږي. د هغه دوه خبرې وې. يوه دا چې:
” زۀ نه دومره مردار يم او نه له دومره مردارو نه پيسې اخلم. ما له چا پيسې نه دې اخيستې.” او بله يې، خوله په سپکو پرانیسته، چې څومره ناوړه ټکي يې درلودل کتار يې کړل او بيا يې غوږۍ کېښوده.
خو ظهورالدين تر خپل شريک د خبرو ډېره حوصله وکړه. واده ته د ډيوې پر اړ ايستلو هم وغږېد:
” هغې وويل ما څوک نه کوي ما ويل ځه ما وکړه زۀ به درته ۱۰لکه درکړم . يو لک هغه ته ورکړه او نهه لکه ستا، زۀ به درته جلا کور هم ونيسم جلا به اوسېږې، مقصد گوره ما له ټوکو دا خبره هغې ته وکړه”
خو د ١٥ نيمو دقيقو په پټ ثبت کې چې بي بي سي تر لاسه کړى، قاضي ١٥ ځله پرله پسې د واده غوښتنه کوي، په دې بڼه:
“قاضي: زۀ درته وايم ماته لاس راکړه زما شه
ډيوه: نه دا بيا بعدي خبرې دي.”
قاضي، چې لومړى يې خپل دغه ټينگار د ټوکو په نامه ياداوه، وروسته وويل چې دا د ځينو قاضيانو په گډون د ولايتي مشرانو دسيسه وه چې لوړې څوکۍ ته د ده د پورته کېدو مخه ونيسي:
” دا يوه دسيسه وه. دا راغله ما سره کښېناستله او ما ورته وويل چې دغه يو لک روپۍ چې ته هغه ته ورکړې قانوني حق يې دى درباندې. ته په خپله لار ځه هغه به په خپله لار ځي. دې وويل يو لک نه شم ورکولى نو ما ورته وويل که ته په خپله خوښه مېړه کوې دغه يو لک روپۍ به هغه ورکړي. ويل يې ما څوک کوي؟ ما ويل ځه زۀ به دې وکړم لس لکه به درکړم.”
يوازې دا نه و. قاضي چې دنده يې د قانون پلي کول دي، په پټ ثبت کې د زور له کارولو هم ډډه نه کوي او دا هغه مهال دى چې ډيوه ترې له راتلونکو دښمنيو نه د خونديتوب غوښتنه کوي، په پټ ثبت کې قاضي وايي:
“دښمني بي بي جانې محکمه نه شي ختمولى. ته نر مېړه وکړه هغه يې ختمولى شي چې ورته ووايي درکړې يې وه حکومت درنه واخيستله ته بيا زما مخې ته را نه شې او که مخې ته مې راغلې نو په دا سر دې ولمه. دا ستا وروڼه دې هم ورسره شي په ما پسې دې بيا راشي. دا د چا په دښمنۍ نه دې اوښتي. دا ستا واړۀ وروڼه دي يتيمان، په دوى به هغوى برلاسي وي، که هغوى زما سترگې وليدې.
دغه کورنۍ تور لگوي چې د دوى له کوره د قاضي ظهورالدين تر وتلو وروسته، ډيوه وتښتول شوه او دوى يې هم د خونديتوب په هڅه له قاضي سره پټې ثبت شوې خبرې امنيتي ارگانو او تر ټولو مهم – سترې محکمې ته وسپارلې.
د سترې محکمې د مشرتابه يوه غړي د دغسې يوې سي ډي ور رسېدل ومنل.
نو ولې له دومره ښکاره شواهدو سره سره کوم اقدام و نه شو؟
د سترې محکمې غړي چې نوم يې نه غوښټ واخلي پړه د کورنۍ وبلله چې له ټېلیفوني تماسو سره سره په پلټنه کې د گډون لپاره ور نه غله.
خو کورنۍ وايي چې دوى ته هېڅ ټېلیفون نه دى شوى.
د ډيوې مدافع وکيلې د دغې کورنۍ د خونديتوب په اړه کلکه اندېښنه وښوده. يوازې کورنۍ نه چې ځان يې هم په خطر کې وباله:
” موږ اسناد او شواهد ترلاسه کړي. موږ د هغو قاضيانو له خوا ځان ته خطر وينو چې په دې کې ښکېل دي. د دې تر څنگ چې څه وشول، د محکمې دروازې زما پر مخ وتړل شوې او زۀ يې د خپلې موکلې له څنگه په ډېر سپکاوي و ايستلم.”
ډيوه رېښتيا هم ځان په گواښ کې بولي، خو خوښي يې پر دې ده چې ښايي کيسه يې د قضا او چارواکو د فساد خلاف عمومي پوهاوى ډېر کړي:
” په راتلونکي کې باید د دغه خيانت مخه ونيول شي ځکه چې دغه حالات چې ما وکتل چې له ما نه هم پيسې غوښتل کېږي او له دغسې خطر سره مخ کېږم ډيرې داسې ځوانې نجونې به له خطر سره مخامخ وي. هغوى د محکمې په امېد لاړې شي او بيا له دغسې خطر سره مخې شي.”
ستره محکمه وايي له کړوونکي مېړه نه د ډيوې د بېلېدو قضيه اوس د جلال آباد د ښاري محکمې له خوا د هغې په گټه فيصله شوې ده.