کور / تازه خبرونه / په پاچاخان هوايي ډګر کي ۵کسه مړه ۲۷ زخميان سول

په پاچاخان هوايي ډګر کي ۵کسه مړه ۲۷ زخميان سول

دورستیوما لوماتوله مخې (دای پاکستان نیوز )خبرورکوی چه دپاچا خان په نامه دپیښورنړیوال هوایی ډګر نن دڅلوروخواو څخه دراکټونوتر بریدلاندی راغلې.د ای پاکستان نیوز په راپورکي راغلې دي چي تراوسه پوری پنځه کسان مړه او۲۷ کسان ټپیان شویدی. ولې طبي ډاکټران وایی چي دځینو ټپیانو روغتیایي حالت خراب دئ، او شاید دوژل شووکسانو شمیر نور هم زیات شي .دراکټونو دبرید پروخت دخیبر پشتونخواه په سیمه کی ددریونوروراکټونود لګیدو ږغ هم اوریدل سویدی ،چي دهواډګر سیمي ته نږدی پرته ده .دامنیت ځایي چارواکي وایی ،چي د هوایي ډګر ټولي لاری تړل شویدی اودپروازونو دتګ او راتګ لړۍپه ټپه درول شویده. دخبرسرچینه زیاتوی ،چي دوه راکټونه دیوه نامالوم ځای څخه شلیک شوه اودهوایی ډګر ته نږدی دپوهنتون پرسیمه پرځمکه ولګیده. د پاکستان مخفي خاصوامنیتي پولیسوخپلي پلټنې پیل کړی دی ،او تر اوسه لاڅرګنده نده ،چي کله به ډتول هوایي ډګر روانې چاري تر بشپړ کنترول لاندی راشې او دالوتکودپروازو عادی حالت به پیل شی.