په لومړي ځل د لوبو او ورزش ځانګړې مجله راووتل
په هېواد کې د لومړي ځل لپاره د ( لوبه) په نوم سپورتي مياشتينۍ مجله، په بشپړ رنګه ډول چاپ او د غويي په څلورمه بازار ته راووته .
د لوبه مجلې د لومړۍ ګڼې د خپرېدو په اړه د اطلاعاتو او کولتور وزير عبدالکريم خرم په خپل پيغام کې ويلي دي، چې لوبې او سپورت د يووالي او ورور ګلوۍ په رامنځ ته کولو کې اغېزمن رول لري .
هغه زياته کړې چې د لوبو دغو ښېګڼو اواړتياوو ته په پام ؛ د اطلاعاتو او کلتور وزارت ، له هر هغه کار نه ملاتړ کوي چې په هېواد کې د سپورت د پرمختګ لامل ګرځي .
کريم خرم ويلي چې د( لوبه ) په نوم مجله هم ، هغه نېک ګام دى چې د لوبو په غوړېدو کې مهم رول لري .
د اطلاعاتو او کولتور وزير هيله څرګنده کړې چې، دغه مجله داسې ليکنې خپرې کړي، چې ځوانان سپورت ته وهڅوي او په دې توګه له يوې خوا نوى نسل د نشو له توپانه وژغوري او له بلې خوا ولس يو موټى کړي .
ددې څلوېښت مخيزې مجلې بنسټ اېښودونکى ضراب شاه ظهير، د امتياز خاوند جاوېد هميم، مسوول مدير حامد بابر امين زى او يو شمېر نور ژورنالستان او فرهنګيان هم ورسره همکاري لري .
د لوبې مجلې بنسټ اېښودونکي ضراب شاه ظهير وايي ، چې له ډېرې مودې راپدېخوا په هېواد کې ديوې بشپړې سپورتي مجلې اړتيا لېدل کېده.
د هغه په وينا، دوى او هغو ملګرو يې چې له لوبو او سپورت سره مينه لري، هڅه وکړه چې يوه داسې مجله چاپ او خپره کړي، چې پرې د لوبغاړو او د لوبو د مينه والو تنده ماته شي .
ظهير وويل ، (لوبه) يې د اطلاعاتو او کولتور وزارت سره راجستر کړې او لومړۍ ګڼه يې د ملګرو ملتونو د نشه يي توکيو او جرمونو پرضد دفتر ( UNODC) په مالي مرسته چاپ شوې ده.
د ملي اولمپيک کمېټې د نشراتو مدير عارف پيمان وايي چې په هېواد کې د سپورت او لوبو د ودې لپاره هر کېدونکي کار ته دوى د قدر په سترګه ګوري .
هغه وويل چې رسنۍ د لوبو په پرمختګ کې رغنده ونډه لري او لوبه مجلې ته يې د هر راز همکارۍ ډاډ ورکړ .
د لوبه په لومړۍ ګڼه کې د هېواد او له هېواد څخه بهر د لوبو په اړه معلومات خپاره شوي دي .
ددې مجلې په لومړۍ ګڼه کې په ځانګړي ډول په کويټ کې د کرکټ د اسيايي سياليو په کچه دافغانستان د اتلولۍ، د ټېنس د ښځينه هندوستانۍ لوبغاړې ثانيه مرزا او د اروپا د فوټبال دسياليو په اړه، په زړه پورې معلومات خپاره شوي دي .
دغه راز د لوبې په دغه ګڼه کې د هېواد له بېلا بېلو ولايتونو څخه د لوبو او ورزشونو د وروستيو سياليو په اړه هم خبرونه خپاره شوي دي .