کور / هراړخیز / په هیواد کی تپل شوی نطآمونه اومنفی پایلي

په هیواد کی تپل شوی نطآمونه اومنفی پایلي

دلوی او بښوونکی خدای په نامه:

څه باندی ٣٠ کاله کيږي چې په گران هيواد کې بهرنيو نړيوالو اشغالګرو،سيمه ايزو خودغرضه هيوادونو، افغان دښمنه گاونډيانوزمونږپه کورنيو چارو کی مستقيما مداخلې کوی او داسی ناورين ئي رامنځ ته کړی چی افغانان د اور په لمبوکی سوځې او دوی ئي تماشا کوی.
دتيرو څلور لسیزو تجربو وښودله چی له بهر نه په افغانستان کی تپل شوی او لاسپوڅی حکومتونه ولو که ترهر برنامه اوهرعنوان لاندی وو نه يواځی دا چی کومه مثبته پا یله نه لرله بلکه زمونږدخلکو دلا نورو نويو ستونځو باعث وگرځيد، بهرنی اشغالگر ځواکونه، افغان دښمنه گاونديانو او دسيمی مغرضه هيوادونو زمونږ د ملک په دننه کی دخاصواومشخصو ډلو څخه ترهغه وخته ننګه کړی چی دا ډلی ددغو هيوادونوملی گټو ته ژمن وول مگر که چيرته ددغو مداخله گرو هيوادونو ګټو ته لږ خطرهم متوجه شوی نو دوی دا کسان ئي په ميدان پريښی او خپلو سترو ګټو پسی تللې دی. که چيرته تيرو ناخوالوته يو ځغلنده نظر واچوونو دابه جوت شی چی داوسنيو ستونزو اصلی منشا تر ډیره حده پوری بهرنی هيوادونه دي نه افغانان. دغو دښمنانو زمونږهرهغه ملی( معنوی او مادی) شتمنی چی افغانی اصل او اساس درلود په يو شکل داشکالو له منځه يوړ ترڅو پوری افغانان تر اوږدی مودی پوری ددوی مرستو ته اړ واوسی او دوی ته زمونږ په کورنیو چاروکی دلاس وهنی زمينه برابر وی.
خو له بلی خوانه داهم باید هیر نه کړو چی دغو پردو مداخله گروته زمينه سازی يو څو تنه هغو وطن پلورنکو افغانانو کړی چی ددين،هيواد، او ملی ګټو نه ددنيا مال متاع ، شخصی ګټی او شخصی ځواک دوی ته ډير اهميت درلود.
دغه د گوتو په شمير کسان ددنيا مال متاع او چوکی په حرص کی نه يواځی دا چی ددغو اشغالگرو پوره غلامی ومنله بلکه زمونږ د خلکو خصوصا د ځوانانو دپاک او سپیڅلو احساساتونه ناوړه سوی استفادی وکړه زمونږ ځوانانو ته ئي غلطی لارښوونی وکولی، دغه کسان په غلامی او دنياوی حرص کی دومره عميق لاړل چی په خپل کور خپلو هيوادوالو باندی هم لږ زره رحم ئي رانغی حتی د خپل ملی عنعنات ،دود ،دستور، دين اود مذهب اصول او مقدسات ئي هير کرل .
١٣٥٧هجری ش کال د غوي د٧ نيټه د کودتا وروسته په ګران هیواد کی حاکم گونددملک په سياسی، اجتماعی،اقتصادی نظام کی دخپلی خوښی سره سم عمده او کلی تغيرات او بدلونونه راوستل خو دغه تغيراتو سره نه يواځی دا چی د افغانانو په ژوند کی کوم مثبت بدلون ونه ليدل شو بلکه وروستنيومنفی نتايجوئي افغانانوله پاره دلا ډيرو ستونزواومشکلاتو باعث وگرځيد اوملک د سياسی، اجتماعی،اقتصادی،فرهنگی داسی بحران سره مخ شو چی تر نن ورځی پوری افغانان ورسره لاس او گريوان دی، سره له دی چی دوخت شوروی اتحادافغانستان کی حاکم گوندته هرنوع اقتصادی سياسی اومستقيماٌ نظامی مرستی ورکولي خو دغه کومکونه ټول د ٣ ميليونه افغانانو په وژلودافغانستان د کلی او ښارونو دورانولو دپاره ورڅخه کار واخيستل شوو او بس.
دوخت دسرو لښکرو دماتی اووتلو نه وروسته افغانستان یو نوی بحران ته ورټیل وهل شوو په داډول چی ګاونډیو اوسیمه ایزهیوادونه دخپلو ګمارل شوو اجیرانو په لاس زمونږ په هیواد کی دیو مقتدر نظام دجوړیدو په لاره کی خنډونه جوړ کړل اوزمونږ ښارونه یی په کنډواله بدل کړل.
د۲۰۰۱ کال نه ترننه ددغه وطن پلورونکو يوه کوچنی ډله د حاکم نظام سره د کابل په اداره کی دامريکا او غرب د نظامی طاقت په زور زمونږ په خلکو تحميل شوی، دغه معلوم الحال کسانوته دغربيانو له خوا هر نوع مالی او نظامی مرستی ورکول کيږي او هم سياسی حمايت ورڅخه کوی تر څود غرب اوامريکايانو گټوته ژمن واوسی او دافغانستان د خلکوپه وړاندی له همدغو کسانونه کار واخلی. سره له دی چی غربيانو دافغانانو سره دکومک ترنامه په ميلياردونه دالرځان سره راوړل مگردعاموافغانانو په ژوند کی هيڅ کوم مثبت بدلون نه ليدل کيږی که چيرته ددغو مالی مرستو له طريقه افغانانو ته رسيدلی گټه او تاوان مقايسه کړو نو زما په اند دگټی نه تاوان څو برابره زيات دی.
سیاسی بحران،تپل شوی جنگونه،هیواد دنړی دزبرځواکواودسیمی دهیوادونودسیاسی او نظامی رقابتونومرکزجوړیدل،دنړیوالومافیایی ډلو اذادانه فعالیت،دمخدره موادوقاچاق،په دولتی اداروکی داداری فسادموجودیت،دژوندانه دچاپیریال ککړتیا، دځمکود غضب مافیا،په جنگی جنایاتودتورنوکسانوواک ته رسیدل، فقراوغربت، بیکاری،دازاد بازار تر نامه دمحتکراتو زیاتیدل او دتجارتی بازار انحصاردیو څوکسانو په لاس، ملکطوایفی او انارشیزم دافغان ملی هویت څخه انکار،قومی اوسمتی ژبنی تعصباتو ته لمن وهل دواکداره نظام لاس ته راوړنی دی.

دافغانستان د قضيی بل طرف ته ددولت وسله وال مخالفين دی ، په داسی حال کی چی زمونږ هيواد دغربي اشغالگرو سيمه ايز او گاونډيو هيوادونو دسياسی اونظامی رقابتونو ډګر گرځيدلی دغه مخالفی وسله والی ډلی هم ددغو هيوادو د مستقيم نفوذ څخه بی برخی نه دی پاتی اوبهرنيان په دغو ډلو باندی پوره پوره اثر اونفوذلری. له بلی خوا نه دغه ډلی هريو په خپل وار سره افغانانوته ازمویل شوی خلک دی دخانه جنګی په دوران کی دحاکم نظام صدراعظم دارگ نه دباندی دچهار اسياب دسيمی نه هغه ارگ ئي تر راکتی بريد لاندی راوسته چی دی ئي صدراعظم وونو ځکه دافغانستان خلک په هيڅ صورت کی په دا ډول ډلو ټپلو اعتماد نشی کولی.
طالبان خو ٥ کاله دافغانستان په ٨٥%برخه پوره واکمن وول مگر په ټول هيواد باندی دخپل حاکميت دټینګولو اونظام جوړونی جوگه نشول او ددی څو وجهی وی.
1.طالبان په شروع د تحريک کی کومی وعدی دافغانستان خلکو سره وکړی قدرت درسيدونه وروسته خپلی کړی وعدی عملی نکړی لکه طالبان په شروع د تحريک کی افغانستان کی د فساد ختمول، خانه جنگی پاي ته رسول ، دملک الطوايفی او انارشيزم له منځه وړل او نور ټينگی وعدی وکړی مگر وروسته وليدل شو چی تحريک په خپله په يوه جنگی ډله بدله شوه .
2. د ٥ کالو په موده کی طالبان دملک په سياسی ډگرکی يو ډير ضعيف او په اداری لحاظ ناتوانه مديريت ئي رامنځ ته کړی وول او ديو باثباته غښتلی مرکزی حاکمیت اوافغانی ولسی ځواک درامنځ ته کولو جوګه نه شوول.
3. په دغه ټوله موده کی طالبان ونشوکړلی چی دگاونديو هيوادونو ، نړيوالوزبر ځواکو هيوادونواو دنړيوالو مافيائي ډلود مستقيم نفوذ نه ځانونه خلاص کړی همدا دليل وو چی په چټکی سره په زرهاوو تنو بهرنی اتباعو په ناقانونه توگه اود افغانستان دخلکو دارادی خلاف زمونږ په ملک کی ميشت شول. طالبان داسی نور ډير څه وکړل چی په خلکوکی خپل اولنی حیثیت اواعتماد ئي له لاسه ورکړل
بنا افغانان کله هم په دغووسله والو ډلو اعتماد نشی کولای او نه هم دغه ډلی دا توانائي لری چی په يواځی توگه دافغانستان او دافغانانو راتلوونکی زعيمان وگرځی.
افغانان اوس هم دپرديود گټو قربانی دی اوس هم دافغان کور کنډواله کیږی اودافغان بچی وژل کیږی اوس هم زمونږ دهیوادوالو کلی اوکورونه دپردیو دښکلی او مترقی ښارونه د دحفاظت دپاره ورانیږی اوس هم پردیود پولوجنګونه زمونږ په کورونو کی کیږی،تردانن ورځی پوری زمونږ د طبعی زیرمو شتمنيواو خامو موادو نه پردی گټه پورته کوی اومونږ دپرديو مزدوری کوو، اوس هم زمونږ ملی هویت اوملی ګټی هم دیو جدی ګواښ سره مخ دی، خو حال داچی نه ددی جګړی نه افغان ولس ته کوومه ګټه رسیږی اونه هم ددی جګړی اصلی طراحان افغانان دی.
افغان ځوانان چی دافغانستان په هر گوډ کی اوسی په هر ملیت اوهر قوم پوری چی اړه ولری باید دتیروناخوالو نه زده کړه و کړی، فکر وکړی او دهیواد اوهیودوالو ستونځو ته سم ځواب پيداکړی ځوانان باید د خپل هیواد دراتلونکی دپاره جدی فکر وکړی اودهیواد راتلونکی وضیعت په همدوی پوری اړه پیداکوی نور باید ټول هغه بهرنی مداخله گر دافغانانو له صفوفونه وایستل شی چی زمونږپه منځ کی دنفرتونو ديوالونه ئي ايجادکړی دی، زمونږ دهیواد ځوان نسل باید په نړی کی دروان اوښتونونو څخه زده کړه وکړی اودټوپک توره او هرډول زور زیاتي څخه په غيرپه منطق او علم سره ديو متحد افغانستان دجوړولودپاره چي ټول واک اوقدرت پکی د سوچه افغانانو وی سپیڅلی مبارزه و کړی، د خپل ظاهر،باطن او عمل نه هرنوع نفرت اوتعصب ايسته کړی او سره افغانی ورونه شی .
دخپلواک افغانستان په هیله