کور / تازه خبرونه / پکتیا- له ۲۶۵۵ تنو څخه د کانکور ازموینه اخیستل کیږی

پکتیا- له ۲۶۵۵ تنو څخه د کانکور ازموینه اخیستل کیږی

په پام کی ده چی چهار شنبه او پنجشنبه د لیندۍ ۲۸ او ۲۹ مه د پکتیا پوهنتون په انګړ کی د پکتیا له ښوونځیو تازه فارغ شوی ځوانانو څخه د کانکور ازموینه واخیستل شی

په دی ازموینه کی به ۲۶۵۵ تنه ځوانان برخه اخلی چی ۱۵۰ تنه یی انجونی و نور پاتی یی هلکان دی

دا ازموینه به د ۸۲ تنو استادانو لخوا اخیستل کیږی چی دولس تنه استادان له مرکز کابل څخه یاد کانکور لپاره راغلی دی

یاده دی وی چی پکتیا یو له هغو ولایاتو څخه دی چی تیر کال یی اکثره ځوانانو په کانکور کی لوړو زده کړو ته لاره موندلی وه .