کور / هراړخیز / په 2012م كي د نړۍ له منځه تلل

په 2012م كي د نړۍ له منځه تلل


\(  د امام مهدي تر ښكاره كېدو پوري لا وخت باقى دى، خو كه د تورات په لور لاړ شو هلته موږ ته يوه داسي پېش ګوئي په لاس راځي چي ځينومحقيقونو د موعود (ژمنه شوي) وخت د  اندازه لګولو هڅه كړې ده )




حضرت دانيال عليه سلام د بني اسرائيلو مقدس پېغمر و، كله چي د يهودو د بد اعمالو د لومړۍ سزا په ډول الله تعالى بخت نصر په هغوى مسلط كړ او هغه له عراقه راغى او يروشلم يې لوټكړ، د هيكل سليماني خښتي يې له خښتو سره ووهلې، د تورات نسخى يې وسوځولې، يهود يې قتل عام كړل، ښار يې برباد كړ، پاته ماشومان يې غلامان كړل له ځانه سره يې بابل ته يو وړل .


په كومه زمانه كي چي يهودو هلته د غلامۍ ژوند كاوه، الله تعالى په هغوى رحم وكړ د دې عذاب څخه د خلاصون لپاره يې بيا د نبيانو لېږل پيل كړل، له هغو نبيانو څخه يو حضرت دانيال عليه سلام و، حضرت دانيال عليه سلام په خپل شخصيت او كړو ړو كي حضرت يوسف عليه سلام ته ورته و، د بني اسرائيلو دا دواړه پېغمبران په لومړيو كي غلامان و، په يوه پردي هيواد كي د اجنبي و مظلوم شخص په حيثيت كي الله تعالى په خپل قدرت سره د هغوى جسماني پالنه او روحاني تربيت وكړ، له پېغمبر كېدو سره د دنياوي اعتبار سره تر لوړو عهدو پوري ورسېد، دواړو ته الله تعالى د خوبونو د تعبير علم وركړى و، هغوى په مشكل وخت كي هم خلك د واحد خداى لور ته رابلل، د جبر و ظلم په ټولنه كي يې هم كلمه د كومي ويري پرته ويله، په دواړو باندي فتنه كونكو تهمتونو ولګولچي نوعيت يې جلا جلا و، ليكن الله تعالى په خپل قدرت سره د هغوى پاكوالى او پاك لمني په داسي دلايلو ښكاره كړه چي د ښمنانو هم انكار نه سواى كولاى او بخښني غوښتلو ته مجبور سول .


د بخت نصر نه وروسته نيبوشا زار بادشاه شو، هغه يو خوب وليد، چي په پوهېدو يې هغه ډېر پرېشانه كړى و، هغه د هيواد ټول مشهور نجوميان، جادوګران، د يهودو ملايان او د راتلونكي حال ويونكي راغونډل كړل او د خوب تعبير يې ترې وغوښت، كله چي دعلم بې ځايه دعوه كونكي عاجز شول نو چا ورته د بني اسرائيلو د پوهه او نوي ځوان دانيال عليه سلام په اړه ورته وويل، بادشاه هغه راوغوښت .


حضرت دانيال عليه سلام الله تعالى ته فرياد وكړ چي په هغه باند داعلم نور هم زيات شي او د دې خوب صحيح صحيح تعبيرباندي هغوى پوه كړي، الله تعالى د ده دعاقبوله كړه هغه ته يې د خوب صحيح صحيح مطلب الهام وركړ .


نيبو شا زار ته  په دې خوب كي د دې وخت له بادشاه نه نيولې تر قيامت پوري مختلفو راتلونكو حكومتونو او بادشاهانو په اړه چي كومي پيش ګوئيانو وشوې هغه په حيرانونكې توګه رښتيا ثابتي شوې، ماسېوا د څو هغو خبرو چي يهودانو او عيسايانو  يې تحريف كړى دى او د منطق د ناكامولو هڅه يې كړې ده، د حضرت دانيال عليه سلام په كلام كي د آخري نبي صلى الله عليه وسلم په اړه هم واضح پېش ګوئي كړې او دا به يو ابدي پېغام او دا به تل پاته دين وي .


زموږ موضوع له دې خوب نه په عددي پېش ګوئيانو باندي ده چي په هر دور كي د بحث او تحقيق موضوع پاته شوې ده .


بادشاه حضرت دانيال عليه سلام راوغوښت، كله چي ورته راورسېد ورته وې ويل :


 ما ستا په اړه اورېدلي دي چي الهي روح په تا كي دى او د نور، پوهي او كمال حكمت په تا كي دى، حكيم او نجومي زما په حضور كي حاضر شول چي دا نوشته ووايي او د هغه مطلب ماته بيان كړي، خو هغوى د دې مطلب راته ونه وايه او ما ستا په اړه اورېدلي دي چي ته په تعبير او مشكلاتو باندي قادر يې، اوس كه ته دا نوشته ووايي او د دې مطلب ماته بيان كړې نو ارغواني خلعت به تر لاسه كړې او زرينه غاړه به ستا په غاړه كړو، ته به د هيواد درېيمه درجه حاكم يې .


دانيال عليه سلام بادشاه ته ځواب وركړ :


 ستا انعام دي ستا سره وي او خپله صله كوم بل چا ته وركړه، بيا هم زه د بادشاه لپاره دا نوشته وايم او د دې مطلب به هغه ته بيان كړم (سوره دانيال : پ 5، 18-13)


بادشاه خوب ورته ووايه او حضرت دانيال عليه سلام د هغه تعبير ورته بيان كړ، په دې كي د نړۍ د مختلفو دورو او مختلفو حكومتو د پيل او انجام په اړه پېش ګوياني دي، په دې كي چي د كومي پېش ګوئي زموږ د دور او زمانې د زرګونو كلونو وروسته د يو خاص حكومت د قيام په متعلق دى، د هغه نوم هغوى د نفرت رياست او د ګناهو مملكت ايښى دى، د دې رياست  قيام نه به دنړۍ د انجام پيل وي او په دې كي به د ګناهونو څخه دا پيل د انجام په لور پر مخ ځي او په همدې وخت كي به دوه مقدس روحاني شخصيتونه (جناب مهدي او حضرت عيسى عليه سلام) او دوې غټي فتنې (الدجا الاكبر او يا جوج ماجوج) پيدا كېدل وي .


د حضرت دنيال عليه سلام د دې پيش ګوئي سره چي زموږ دلچسپي ده هغه دا ده چي د شمالي بادشاه له لوري به فوځونه تيار شي او هغه به محترمه قلعه ناپاكه كړي، بيا به هغه روزانه قربانۍ ترې يوسي او هلته به د نفرت رياست قايم كړي .


په دې عبارت كي د محترم قلع ناپاكولو نه مسجد اقضى باندي د يهودانو قبضه او هلته د خنزير سموسو( يو ډول پېريكي) سره شراپ څښل مراد دي، د روزانه قربانيانو وړلو څخه په لمانځه باندي بنديز لګولو ته اشاره ده، د قربانۍ څخه عبادت مراد دى، ځكه چي لمونځ هره ورځ كېږي قرباني هره ورځ نه كېږي، د نفرت رياست يروشلم باندي قبضه كول او دلته به ګناه ګار مملكت قائم كړي، له دې څخه موجوده اسرائيلي رياست مراد دى .


 فوځونه به د هغوى مرسته كوي او هغوى به محكم مقدس ناپاك او دائمي قربانۍ به موقوف كړي او ورانونكي مكروه څيزونه به نصب كړي، هغوى به عهدمقدس په خلاف شرارت كونكي برګشته كړي خو خپل خداى پېژندونكي به تقويت پيدا كړي او څه به وكړي (تورات : ص 846 ……. دانيال : ب 11 آيت : 31-32)


د نفرت رياست مرسته كونكي فوځونه امريكا او برطانيه دي، ورانونكي مكرو څيز د تنصيب څخه د مسجد اقضى په ځاى باندي د دجال قصر صدارت قيام دى، د شرارت كونكو برګشته كولو څخه مراد عيسايي دنيا ته پارول د صهيوني مقصد د پوره كولو لپاره استعمالول دي، د خپل خداى پيژندونكو او څه كولو نه فلسطيني فدائينو بې مثاله مزاحمت لور ته اشاره ده او د هغوى د خداى پرستي او مقبوليت واضح زېرى دى چي د دې مظلومانو د زخمونو ملهم دي .


دا رياست به څه وخت قائمېږي؟ دا زموږ د دې بحث مهم سوال دى، حضرت دانيال عليه سلام وايي :


 بيا ما دوه مقدسه غيبي اوازونه وارېدل : دا معامله په تر څوپوري همداسي روانه وي، چي ميزبان او مقدس مقام دي تر قدمو لاندي وځپل شي، بيا بل اواز ځواب وركړ : تر 2300 ورځوپوري، بيا به دا مقدس مقام پاك او صاف كړل شي ( تورات : ص 846….. دانيال : پ 8، آيت 14-13)


له دې پيش ګوئي څخه معلومه شوه چي د نفرت رياست 2300 كاله وروسته جوړېږي، له كومه وخته 2300 كاله وروسته ؟ دا به موږ وړاندي درته ووايو، لومړى آخرى پيش ګوئي ته راځوچي ترې معلومېږي چي دا رياست به 45 ورځي وروسته له منځه لاړ شي، حضرت دانيال عليه سلام وايي :


 كه څه هم ما د فرښتو دا خبري واورېدې خو پرې پوه نه شوم، ما الله ته دعا وكړه : اې الله! لوبه څنګه پاى ته رسېږي؟ الله ځواب راكړ: له خپل كار سره كار لره، لفظونو ته قفل اچول شوي دي او په معاملاتو باندي مهر لګول شوى دى، اوس د آخري وخت په راتلو به ټول راز فاش شي، په كومه ورځ چي قربانياني ترې واخيستل شي او د نفرتونو رياست قائم شي، له هغه نه وروسته به 1290 ورځي باقي پاته شي، هغه خلك مبارك دي چي 1335 تر اختتام پوري ورسېږي، خو اې دانياله، ته خپل كار د نړۍ تر اختتامه پوري كوه، تاته به ارام دركړل سي ( تورات : ص 847، ب 12، آيت 8-13 )


عيسايي او يهودي تفسير كونكي دې ځاى ته په رارسېدو ډېر په شك كي شي، هغوى نه پوهېږي چي په دې كي چي د وخت كوم تعين شوى دى له هغه څه شى مراد واخلي؟ ځكه چي په نړۍ كي داسي رياست نسته چي تر 2300 ورځو وروسته قائم شوى وي او محض 45 ورځي د قائمېدو نه وروسته له منځه تللى وي (45=1235-1290)


خو هغوى دي له توراته ګټه واخلئ اوپه آيينه كي په كتو دي نه وېرېږئ، نوپه تورات كي د ورځو نه د كلونومراد اخستل كېږي، مثلا په حزقيل كي دي : ما ستا لپاره يوه ورځ د يوه كال په برابر كړې ده، لهذا په دې آيت كي له 45 ورځو نه 45 كاله مراد دي، د پيش ګوئي په مطابق د دې رياست قيام به 2300 كله بعد كېږي، د تورات او انجيل د تفسير ليكونكو مطابق د دې كلونو پيل د سكندراعظم د آسيا د فتح كولو څخه كېږي، چي 333 كاله د ميلاد نه وړاندي شوى دى،  په داسي حال كي چي د نفرت رياست قيام د ميلاد نه 333 كاله وروسته كېږي، (1967=333-2300)يعني په 1967 كي، دا هغه كال دى چي د اسرائيلو فوځ په بيت المقدس ورننوت او د مسجد اقضى د سوځېدو واقعه رامنځ ته شوه، كه څه هم اسرائيل په 1948 كي جوړ شو خو القدس(يروشلم) پوري د اسرائيلو اصلي مقصد دى، هغه 1967 كي د اسرائيلوپه قبضه كي شو، كه اوس دا رياست د خپل قيام نه45 كاله وروسته تباه و برباد كېږي نو د دې بربادي به د حضرت عيسى عليه سلام او حضرت مهدي د فوځونو په لاسو كېږي او د دجال او يهودانو په ختمېدو به كېږي، ځيني محقيقين وايي چي (2012=45+1967) فارمولې څخه د دې ګناه ګار مملكت اختتام كېږي …. يا د اختتام د پيل …….زمانه د 2012 په شاوخوا كي راځي، والله اعلم بالصواب


هغه پوښتني : دا ټول به څه وخت كېږي؟ ورته ووايه شايد ډېر ژر وشي .


د عربو مشهور حق ويونكى عالم ډاكټر سفر بن عبدالرحمن الحوالي چي د حق ويلو په پايله كي څو ځله بندي شوى هغه وايي :


 دا كوم حتمي كال نه دى، هو، كه يهود له موږ سره شرط لګول غواړي چي اهل يې له حضرت ابوبكر صديق رض سره شرط لګولى و نو موږ له كوم ترديد پرته ويلاى شو چي هغوى بهخپل شرط وبايلي (يوم الغضب : ترجمه رضي الدين سيد، ص 176)


كه يهود شرط وبايلي يا نه، د هغوى د فلسطين بايلل او اخري بربادي ښكار كېدل يقيني ده، او د تورات په مطابق مبارك دي هغه څوك چي په تقوى او جهاد باندي پابنده وي، مظلومانو سره پهزړه ، ژبه يا په لاس ورسره ولاړ وي، د هغوى لپاره په تنهايي كي ژاړي او دعا ورته كوي، د هغوى لپاره نېك جذبات لري او د هغوى سره د حشر متمني دي .


د نفرت د رياست له منځه تلو سره به اهل حق د خوښۍ ترانې زمزمه كوي، يروشلم به پاك صاف شي، ټول اهل ځمكي او آسمان مخلوقات به په دې ويلو سره د الله تعالى تعريف كوي :


 الحمدالله! نجات، عظمت، عزت او د خوف ټولو لپاره هم د خداى ته د سزا وړ يو چي زموږ رب دى، د هغه پرېكړې درستي دي، ځكه چي هغه طوائفو ته سزا وركړه چا چي په خپلي بدكاري سره ځمكه ډكه كړې ده، هغې د الله د بندګانو ويني وبهولې او الله د هغې څڅه د هغه انتقام واخيست .


ځمكه له ظلم څخه ډكونكى امريكا ده، او د الله له سزاو څخه مراد طوفان،زلزلې او طاعون (ايډز) ده، چي امريكا يې له هر لوري نه چاپېره كړې ده، د نړيوال شر د خلاصون نه وروسته به دنړيوال خير وخت راشي او الله به خپلو وفادارو بندګانو ته انعام وركړي چي د حق په فتخ باندي په عاجزي سره د هغه شكر دا كړي، ځكه چي بيا به زه خلكو ته يو پاك زبان وركړم چي د الله نوم به باندي اخلي او له اوږو سره به اوږې نښلوي او د الله عبادت به كوي .


دلته په رارسېدوعيسائي او يهودي محقيقين ګنګ شي، كه آخري فتح د دوي وي نو بيا به له اوږو سره اوږې څنګه لګوي د حمد سندره به هغوى څنګه وايي ؟ دا ده هغوى تجاهل عارفانه او د الله تعالى د آيت معنوي تحريف دى، ټوله نړۍ په خاص ډول بيا عيسايان او يهودان ښه پوهېږي چي اسلام نه علاوه په نړۍ كي هيڅ داسي دين نسته چي په كي عبادت كونكي بنيان مرصوص په ډول اوږې له اوږو سره نښلوي ولاړ وي او د هغوى په ژبه باندي پاك تكبيرونه او د حمد ترانه صورته فاتحه جاري وي .


 )ځيني خلك عقيده لري چي د روان كال تر پايه پوري نړۍ له منځه تلونكې ده، په اروپايي يا غير اسلامي هيوادونو كي خلك د دې هڅه كوي چي د لوړو غرونو څوكو ته وخېژي، په چين كي يوه كس د ځان ژغورلو لپاره ګرده كښتۍ جوړه كړې چي د نوح كښتۍ نوم يې باندي ايښى دى، او همدا راز د هالي ووډ 2012 فلم چي دوه كاله وړاندي جوړ شو خلك لا په ويره كي واچول، په ډېرو هيوادونو كي ولسمشران خلكو ته د نړۍ د نه ورانېدو په اړه ډاډګيرنه وركوي، د مايا كلېنډر په مطابق دوى عقيده لري چي 20000 كاله وروسته نړۍ غرقېږي . محيب رحمتي


Source:: ourownform.cjb.net