مېدان ښار د رغاوني او بېارغاوني پې بهــېــر کښي !
جوته دى چې له درې ورستيوکلونوراهسې ميدان وردګوولايت درغاونې اوبيارغاونې په لاره کې خپل ځاى ساتلي دى.دولايت په مرکز ميدان ښاراوپه ولسواليوکې مثبټ قدمونه اوچت شوي دي. که څه هم دستونزولړۍ لاهم غزېدلې پاتې دى خوهڅې روانې دي چې له هغوڅخه هم ځان خلاص اوسيمې اوخلکوته خپل مسوليت ادا کړو. دغه ټولې خبرې دميدان وردګوولايت والي عبدالجبارنعيمي ديوې ناستي په ترڅ کې دميدان وردګوولايت مرکزميدان ښارکې ددغه ولايت له فرهنګيانو ليکوالواوژورناليستانوسره وکړې.
ښاغلي نعيمي وويل په دغه ولايت کې دغزيېدلي سړک کابل قندهارامنيتي وضيعت کې وروستي تغيرات مثبت ارزول شوي دي چې ملي پوليسواوملي اردو ځواکونه ځاي پرځاي شوي دي. هغه وويل چې دعلماؤ سيمه يزومشرانو اونورخلکوسره ليدنه دهغوي دغوښتنو اورغنده نظريواووړانديزونوپلي کول اوورسره دتشويقي پروګرامونوجوړول نه يواځي په دې لاره کې بلکې ددغه ولايت په اړوندوولسواليوکې دښه امنيت په راوستلوکې اغېزمن تمام شوي دي. همداشان دځايي اوولسي شوراګانوجوول دغه لړي پياوړې کوي. ځايي شوراګانې کولى شي دخلکوترمنځ دکارونواوپروګرامونودښه ترسره کولوپه لاره کې همغږي رامنځ ته کړي. چې په دغه ولايت کې داکارشوي اودټولو ولسواليوتپمن اوعزتمن مشران په دغوشوراګانوکې داستازيو په توګه ګډون لري. هغه وويل چې دښوونې اوروزنې په لاره کې يې دستونزودڅېړلو لپاره په دې وروستيوکې يودوه ورزنيزورکشاپ دولايت په مرکزکې جوړکړى وو چې په هغه کې په دغه برخه کې ستونزې په ګوته اودحل دلاروپه موندلويې غور وشو. همداشان ښاغلي نعيمي وويل چې په راتلونکي نوي ١٣٨٧ کال کې به په دغه ولايت کې دپوهنې په برخه کې ٣٧ نوي ښوونځي ورغاول شي چې له دې ډلې څخه به يې کابواووه ښوونځي دولايتي بيارغاونې دټيم (ترکانو) له لوري ورغاول شي. هغه زياته کړه چې په ٦ راتلونکومياشتوکې به ميدان وردګوولايت له پلازمېنې کابل څخه برېښناولري هغه ددې ترڅنګ ددغه ولايت دبندچک دبريښنا په هکله هم وويل چې کارپرې روان دي اوتمه کېږي چې ډېرژربشپړشي. هغه وويل چې په روان کال کې به دميدان وردګوولايت درې بندونه نوي ورغېږي چې په سيدآباد، جغتواودچک ولسواليوکې به دغه کارډېرژرپيل شي.
دناستي په ترڅ کې ددغه ولايت ليکوالواوژورناليستانودهېواداودکرهنې اواوبواو برېښناپه وزارتونه په دې تورن کړل چې په دغه ولايت کې يې په وروستيوکلونوکې درغاونې اوبيارغاونې پروژې نه دي لرلي چې داخبره ددې ولايت دوالې اودمطبوعاتي څانګې دمسولينوله لوري تائيد وګرځيده. خوښاغلې نعيمي وويل چې مونږخپلې هڅې جاري ساتلي اوددولايت دولايتي بيارغاونې دټيم په مرسته دغه ولايت کې دزراعت مسلکي ليسه جوړه چې د٦٢٠ تنوزده کوونکولپاره دزده کړي اوليليې ځايونه لري. اوپه نېږدې راتلونکې کې به په دغه ولايت کې دميخانيکې مسلکي ليسي دجوړولوکارهم پيل شي چې له دې سره به هم ددې ولايت دخلکولپاره آسانتياوې برابرې شي. همداشان يې په دغه ولايت کې دسړکودجوړولوبرخې ته اشاره وکړه چې دميدان ښاراونې اودچک سړک جوړولوکارپه بېړه روان دى. دغه رازپه بهسودوکې هم پرسړکونودشګې په اچولوکارکېږي. همداشان هغه زياته کړه په دغه ولايت کې دولسواليواودولسواليودامنيه قومندانيودودانيو کارپه ځينو ولسواليوکې بشپړشوي اوپه ځينې نوروکې دبشپړېدوپه حال کې دي.
ښاغلي نعيمي همداشان دځينونورپروژودکاراوعملي کولوپه هکله وويل چې دامريکاد USAID له لوري ددغه ولايت ددارلمعلمين ودانۍ رغېږي اوپه پست خونې، حيواني روغتون،دولايت دادارې مامورينوداوسيدولپاره دکورونو،دراستنيدونکولپاره دښارګوټو،دهېوادوتلې خدمتګاراوپه هېوادکې دګټورواوميوه لرونکوونوبنسټ ايښودونکي دهېواددکرهنې دپخوانې وزيرارواښادډاکترعبدالوکيل خان په ياددمنار اوکتابتون په جوړولوچې په اته جريبه ځمکه کې به په پاخه اواساسي ډول به جوړشي هم کار روان دي. دغه رازپه روان کال کې ميدان ښاربې وسلي اعلان شوي اوترڅنګ يې دکونکاروکښت په لويه کې له منځه تللى او بزګرانواوبڼوالوته دولايت په بېلابېلوبرخوکې کابويوسلواته ١٠٨ شنې خونې جوړې شوې دي.
دکليواوپراختيا (راځۍ چې خپل کلى ودان کړو) ١١٧٧ پروژې لرلي چې يوشمېريې بشپړې شوي او ١١٦ پروژوکاريې دولايت په پرتوولسواليوکې جريان لري. دغه رازښاغلي نعيمي وويل چې دولايت ټولو مامورينواودادارو رئيسانوته يې سپارښتنه کړې چې دځان په ګدون به په اونۍ يوه ورځ (سه شنبه) په ورځ په مخامخ ډول دخلکوستونزې اوري اودحل په لاره کې به يې ترپخوازياتې هڅې ژوندۍ ساتي. دناستې په ترڅ کې ښاعلې نعيمي دليکوالو اوژورناليستانوپوښتنوته ځوابونه وويل.ناسته په هېوادکې دملي سولې دټېنګښت اودخلکودسعادت په غوښتلوپه هېلې سره پايته ورسېده.
Hemat Ullah Aminzay
Afghanistan-Kabul
President of
Maidan Youth Social, Literary & Cultural Society
(MYSLCS)
Mob: 0093-777 065842
Mob: 0093-700 065842