کور / تازه خبرونه / کندهار : تېره اوونۍ ٤٨ وسله وال وژل سوي

کندهار : تېره اوونۍ ٤٨ وسله وال وژل سوي

کندهار افغانستان-په کندهار کي د ملي پوځ قومندان وايي چي تېره اوونۍ په دې ولايت کي د مخالفينو لپاره د ټول کال په اوږدو کي تر ټولو ډېره خونړۍ وه چي پکښي مخالفينو ته درانه د سر او مال زيانونه واوښتل.
د ٢٠٥ ا تل قول اردو قومندان تورن جنرال عبدالحميد په اوونيزه امنيتي غونډه کي وويل چي د کندهار په شمالي او جنوبي ولسواليو کي د څلورو عملياتو په نتيجه کي ٤٨ وسله وال وژل سوي دي.
نوموړي زياته کړه چي په دغو کسانو درې تنه ګروپي قومندانان هم وژل سوي او يو بل تن چي د خاکرېز ولسوالۍ لپاره د وسلوال طالبان نظامي مسؤل زخمي سوى او د امنيتي ځواکونو لاس ته ورغلى دى.
کندهار والي د ملي پوځ له مسؤلينو سره د ژړۍ ولسوالۍ په مربوطاتو کي د لواء لپاره پر جوړېدونکو تاسيساتو هم خبري وکړې او هغوى ته يې سپارښتنه وکړه چي دغه کار تر هغو ودروي ترڅو چي هلته مېشت خلک نورو سيمو ته انتقاليږي او د ملکيت پوره اسناد تکميليږي.
کندهار والي د امنيه قومندانۍ له مسؤلينو په ښار کي د وروستيو وسلوالو غلاوو په خاطر توضيح وغوښته او ورته يې ددې او ورته نورو جينايي پيښو د مخنيوي لپاره د کلکو تدابيرو د نيولو امر ورکړى.
نوموړي زياته کړه چي په ښار او ولسواليو کي نه يوازي پوليس او اردو بلکه ټول هغه ارګانونه چي په يوه نه، يوه توګه د امنيت او تاسيساتو د ساتني په برخه کي فعاليت کوي مکلف دي چي د عامه نظم لپاره هم منظمي هڅي وکړي.

په ننۍ امنيتي جلسه کي همداراز د کوکنارو کښت د مخنيوي پر هڅو اوږد بحث وسو او د شورا مشر د ملکي ادارې ترڅنګ د امنيتي ارګانونو مسؤلينو ته هم وظيفه وسپارل چي په ټولو ساحو کي د تارياکو د کښت کوونکو لستونه برابر او راتلونکي امنيتي مجلس ته يې راپور وړاندي کړي.
د نشه يي توکو پر وړاندي د مبارزې رئيس ګل محمد شکران وويل چي د مربوطه وزارت څخه ورته داسي مکتوب رسېدلى چي پکښي په واضحه توګه د ټولو هغو بزګرانو او مځه لرونکو کسانو دنيولو امر سوى چي په خپلو مځکو کي يې له يوه جريب څخه زيات تارياک کرلي وي.