کور / تازه خبرونه / هرات: ایرانې په لس کاله بند محکوم شو

هرات: ایرانې په لس کاله بند محکوم شو

دهرات داستیناف محکمي یوایرانې کس دمورفینودقاچاق په تورپه لس کاله بندمحکوم کړی دي. دعدلي وزارت دچهارشنبه په خبرپاڼه کي راغلی دی ،چي دهرات سرحدی پولیسو۲۲کیلوګرامه مورفین دیوي باري لاری موټرڅخه چي ایران ته یی لیږدول ځای پرځای ونیول او ضبط یی کړل. په خبرپاڼه کي راغلي چي نیول شوی ایراني دموټر چلونکي دنده درلوده ،اودایران څخه افغانستان ته اودافغانستان څخه وایران ته یی تګ اوراتګ کاوه .نوموړۍ په وروستي سفرکي په هرات کي دپولیسوترشک لاندي وو،دپلټني اوڅیړنې وروسته وپیژندل شواوونیول شو. دهرات داستیناف محکمي ددي نه مخکي هم په هرات کي دایران او سیدونکي یوبل کس هم چي دایران اوافغانستان پرګډه پوله یی نشئه توکي ایران ته لیږدول محکمه کړی وو.
نشئه توکي دافغانستان څخه ایران ته اودایران څخه بیا ترکیه او غربی هیوادونوته دقاچاق په ډول استول کیږي. خبر پاڼه زیاتوی چي دیوه کال په موده کي یوولس کسان بهرنیان دقاچاق اومخدره توکو په تور په افغانستان کي محاکمه شوی دي.
دیادولووړده چي دایران دولت په زرګونوافغانان دنشئه یی توکودقاچاق په تور نیولي اوبیا یي ددارپه کړیو ځړولي او غرغړه کړی دي