کور / هراړخیز / دشپې پيغام که دتلوسې پيغام؟

دشپې پيغام که دتلوسې پيغام؟

څه وخت، چې زموږ په هيواد کې نوي اداره رامنځ ته شوه نوددې ادارې په رامنځ ته کيدو سره زموږ هيوادوالو ته په زياتو برخو کې دژوند اسانتاوې رامنځ ته شوې اودهېواد خلک مو دزياتو ستونزو څخه خلاص شول.

چې له دې جملې څخه يود ټيليفونونو شبکې دي چې زموږ دهېوادوالو زياتې ستونزې يې له منځه وړي اواوس هرڅوک کولاى شي چې دخپل کور څخه تجارت اويادخپلې کورنۍ له غړو اوملګرو سره وغږيزې اوهغه ستونزې چې له دوى څخه به يې په ورځو ورځو وخت نيولو او اوس دهمدې ټيليفونو له لارې په ډېره کمه موده کې حل کيږي اوپه ډېر کم لګښت سره خپل مشکلات حل کولى شي.

چې اوس زموږ په هيواد کې ٣٠سلنه وکړي ټيليفونونه کاروي اودخپلو مشکلاتو پرمهال ترې کاراخلي او همدې ټيليفوني اړيکو يې زياتر ه ستونزې حل کړي دي .

خوبياهم داسې کسان زموږ په ټولنه کې پيداکيږي چې له خپلو ټيليفونونو څخه ناوړه استفاده کوي اوخلکوته ستونزې رامنځ ته کوي اوددې سره سره ځينې کسان بيا دټيليفونونو له لارې ګواښوونه کوي چې دا په راتلونکې کې دهمدې ټيليفون خاوندنه ستونزې رامځ ته کوي.

داځکه چې دلته زموږ په هيواد کې فکري رغونې په ډېرو کمو کسانو باندې اثرغورځولي دي اوداکسان هېڅکله دخپل ځان اويانورو هيوادوالوته ستونزې نه رامنځ ته کوي خو هغه کسان چې په دوى باندې فکري رغونې کوم تاثير نه دي غورځولي اوهغه اوس هم په نه ليدولو سره ځينو کسانوته ستونزې رامنځ ته کوي .

په دې اړه موږ دڅو خوست مېشتو سره مرکې کړي دي اودوى هم په دې باندې ټينګارکوي چې بايدد ټيليفونونوڅخه دخپل ضرورت پروخت کار واخلونه داچې دخلکو وخت مو هم غباس تيرکړى وي اوپه خپله مو هم دځان لپاره ستونزې پيداکړې وي او دوى په خپلو خبرو کې داهم وويل چې له همدې ټيلفونونو څخه زموږ دټولنې دوې کورنۍ په جنګونو سره اخته شوي دي اود دوى تر منځ دتل لپاره دوښمنۍ پاتې شوي دي .

په سرکې جاويد دټيليفون دکارولو په اړه داسې وويل زموږ دهيواد زياتره وګړي مو دزده کړو څخه بې برخې پاتې شوي دي ځکه چې دلته داسې وخت راغلى دى چې خلکونشو کوﻻى خپلې زده کړې سرته ورسوي خودا چې اوس وخت د دې دى چې بايد نورله دې څخه تيرشو ترڅو وخت موغباس تيرنشي يو بل ته بايد ستونزې رامنځ ته نه کړو اودستونزو پر ځاى بايد يو مسلمان ورورته هغه لار وښايو چې دهغې لپاره په هغه کې کاميابي وجود ولري .

اوس زموږ په هيوادکې دنوي نظام په رامنځ ته کيدو سره ديوې ورځې نه بلې ورځې ته دزده کړ وپه کولو کې اسانتياوې رامنځ ته کيږي اونوي ټکنالوژي هم اوس زموږ په هيواد کې شته خوبايد ددې ټکنالوژۍ څخه داسې ساليمه ګټه پورته کړو چې په راتلوونکي کې دخپل سيال سره سيالي پرې وکړو .

خو ټيليفون هم په نوي ټکنالوژۍ کې راځي نوبايدله دې څخه داسې ګټه پورته کړو چې له يوې خواموپه اقتصادکې زياتوالى راغلي وي اوله بلې خوامو خپل ژوند په ارام کړى وي که چيرې فکر وکړو پخوا زموږ په هيواد کې ټيليفوني شبکې نه وې موجودې اوخلک به په يوه ټيليفون کولو پسې ګاوڼډى هيوادپاکستان ته تلل اودهغې ځايه په بې دخپلې کورنۍ له غړو اويا ملګري سره به يې اړيکې نيولې چې له يوې خوابه په ټولو خلکوباندې زياتې پيسې راتللې اوله بلې خوابه يې ديو ټيليفون په کولو باندې دوى شپې مسافري کوله.

او اوس داټول مشکلات له منځه تللي دي او هر څوګ کولى شي چې خپل مشکلات په ډېر ټيټ قيمت سره په نورو هېوادونو کې په ټولو برخو کې حل کړي .

ده زياته کړه بايدموږ اوستاسوپه دې کې ډير دقيق واوسو اودخپل ټيليفون څخه داسې ګټه پورته کړو چې په رتلوونکي کې کوم ډول ستونزې اوخڼډونه راپيدانه شي .

همدارازصفت الله په دې اړه داسې وويل هرڅوک چې يو څيزاخلي نو هغه به ضروردځان په ګټه کاروي ځکه چې په هغې باندې دسپوتکښت راغلى وي نوبايد په داسې ځاى ګې وکارول شي چې دهغې څخه سمه ګټه پورته شي خودټيليفون په اړه به وايم چې دددې په اخستلوسره ديوه انسان څخه زياتې ښيي پرې لګښت يې خوبياهم هغه انسان داخپلى سپيلى په داسې ځاى کې معرف کوي چې دغې انسان نه دګشي پر ځاى ستونزې رامنځ ته کوي ځکه چې ځنې وخت دايليفونونو به سبرددوکسانو ترمنځ شخړه هم رامنځ ته شوي ده نوبايد دبې ځايه ټيليفونو اورورنى څخه ډډه وکړواو په يو داسې ځاى کې له ټيلفون څخه کار واخلو تر څو خپل ضرورت پرې حل شي .

همداشان په دې اړه صابرهم وايي څو کاله وړاندې زموږ دټولنې لپاره دټيلفونو نو کارول نوي ښکاريدل او په هغه وختونو کې به ځينو کسانو زيات مسکالونه هم کول اوپه همدې ټيلفونونو باندې به يې دټولنې ځينې وګړي زيات له ستونزو سره مخ کول خو هغه وخت خو اوس تير شوي دي او اوس دهر ماشوم په لاس کې هم ټيلفون شته دي او په دې باندې بايد څو ک ونه زورول شي ځکه دزياتو کسانو تر منځ په همدې باندې شخړې هم رامنځ ته شوې بايد زموږ دټولنې ټول وګړي ددې څخه غبرت واخلي اوپه بې ځايه ډول بايد څوک ونه زورول شي او يوازې بايد په خپل ټيلفون باندې خپل ضرورت او اړتياوې پوره کړي .

همداشان افغان هم په دې اړه ملي احساس ورځپاڼې ته داسې وويل اول خو زه له هغه چا هيله کوم چې په خپلو کورنيو کې ماشومانو ته ټيلفونونه پيداکوي ځکه دماشومانو فکر او عقل دومر ه لوړ نه وي او ډېر زر له دوى څخه تير وتنې کيږي نو بايد خپلو ماشومانو ته ټيلفونونه ورنه کړو اودوى خپل ټيلفونونه په غلتو لاره سره استعمال وي خو که زيات ضرورت وي بايد دوى ته ويل شي چې ددې څخه بايد ناوړه ګټه پورته نه کړې اودخپل ضرورت پرې حل کړې.

ده زياتوله په اوس وخت کې زموږ دټولنې زياتره وګړو سره دکمرې ټيليفون موجود وي اوپه دې ټيليفونونوکې داسې ناوړه تصويرونه اوسندرې موجودې وي دهغې په هغه په کتو سره انسان ناوړه کارونو ته زړه ښه کوي او دې داډول ويډيو ګانو او تصويرونو کتل لويه ګناه هم لري نو بايد په خپلو ټيلفونونو کې داډول ناوړه ويډيوګانې اوتصويرونه پرې نه ږدي ځکه دې داسې کسانو ټيلفونه يوازې ددې کس سره نه وي اودانور ملګري او څوګ هم ګوري چې ددې کسانو ګناه هم په همدې دټيلفون په خاوند پورې وي .

ديادونې وړده که چيرې موږ اوستاسو له خپلو ټيلفونونو څخه په سم ډول سره ګټه پورته نه کړو نو ضروربه له يوې ناوړه پيښې سره مخ کيږو .