کور / تازه خبرونه / دخیبرپښتونخوالوی وزیر ووژل شو.

دخیبرپښتونخوالوی وزیر ووژل شو.

دپاکستان دپښتونخواه د صوبی داطلاعاتو وزیر میاافتخارحسین رسنیو ته وویل،چي نن شنبه دمرغومي ۲ /۹۱اوددیسمبر دمیاشتي په ۲۲/۲۰۱۲ نیټه دماښام پراووه بجي دخيبرپښتونخوالوی وزير بشيراحمد بلور دعوامي نشنل ګوندپه غونډه کي دوینا پرمهال دیوه ځانمرګي کس په بریدکي ووژل شو. افتخار حسین زیا ته کړه چي پرته دبلور نه لږ ترلږه پنځه تنه دعوامي نشنل ګوندي لوړپوړی غړي اودبشیراحمد بلورسکرتر هم وژل شویدي.حسین وایی چي دعوامي نشنل دمرکزی دفتر حالت ګډوډ دی ،اودمړو، ټپیانودقیق شمیرلاهم مالوم نه دی.
د معلوماتو له مخې، پر نوموړي باندي دغه بريدیوه ځانمرګۍ نن ماښام دپېښوردکیسه خوانی ډکي نعلبندۍ په سیمه کي د پښتونخوا عوامي ګوند غونډه په نښه کړې وه.
بلورله سختو ټپونو وروسته، د پېښور په ليډي ريډنګ روغتون کې ساه ورکړې ده.
په دې پېښه کې د عوامي نېشنل ګوند يو شمېر نورو غړو اوحکومتي چارواکو ته هم مرګ ژوبله اوښتې ده.
د پاکستانيو طالبانو وياند د دغه بريد مسووليت په غاړه اخيستى دى.
بشیراحمد بلور لس کاله مخکي دپاکستان دصوبی سرحداعلی وزیرو،چي دپاکستان په ائیتلافی حکومت کي د پاکستان دخلکودګوند لخواه داورګاډي وزیر په توګه وټاکل شواوپه دي وروستیوکي يي دپاکستان دلوی وزیر په توګه دنده پرمخ بیوله.