کور / تازه خبرونه / کوټه : پښتونخوا سټوډنس ارګنايزېشن ضلعي کنفرانس داير کړ

کوټه : پښتونخوا سټوډنس ارګنايزېشن ضلعي کنفرانس داير کړ

  دپښتونخوا ملى عوامى ګوند دزده کونکو سازمان پښتونخوا اسټوډنټس ارګنايزيشن کنفرانس ترسره شو دکويڼې څخه درارسيدلې راپور ترمخه په کنفرانس کښې انتخابات وشول چې په پايله کښې عمرخان کاکړ دراتلونکي لپاره دضلع کويټې سکرتر وټاکلۍ شو دراپور سره سم دکنفرانس دپيل کيدو سره سم دضلع کويټې پخوانۍ سکرتر کبيرافغان دکار رپورت وړاندې کړ چې ملګرو رايې ته وړاندې کړل شو دملګرو لخوا درپوټ دمنل کيدو وروسته دپښتونخوا ملى عوامي ګوند مشرانو عثمان خان کاکړ، عبدالرؤف لالا، احمد جان ، کبيرافغان او حميد على شاه ويناوې وکړې دراپور ترمخه دګوندمشرانو په خپلو ويناوو کښې وويل چې پښتونخوا ملى عوامي ګوندپرخپله خاوره خپل نوم او خپلې ژبې قايمولو لپاره مبارزه کوي.دوي په افغانستان کښې بهرنۍ لاس وهنه وغندله او په ډاګه سره ئي وويل چې پښتونخوا ملى عوامي ګوند دافغانستان دسولې پروسې په ډاګه ملاتړ کوي او دهرډول بهرنۍ لاس وهنې غندنه کوي دوى په خپلو خبروکښې دکالعدم تحريک نفاذشريعت محمدى دمشرمولانا صوفى محمد خوشي کيدنه وغندله اودغه کاريې ناسم وباله په وزيرستان کښې دطالبانو سره دخبرواترو په هقله مخکښانو ويلي دي چې خبري بايد دسيمې له حقيقي قبايلي مشرانو سره وشي داسي نه وي چې يوځل بيا په سمه کښې بهرنيو قوتونوته په خپلواکه توګه دعملياتو زمينه برابره شي دبلوچستان په هقله دګوندمشرانو په خبرو کښې وويل چې پښتونخوا ملى عوامى ګوند دغه خبره په ډاګه کوي چې دبلوچستان په هقله که هره پريکړه کېږي نو په هغه کښې دپښتنو سم نيمايې برخه وي.