کور / تازه خبرونه / له کوټې کندهارته د پاکستان هوايي شرکت پروازونه پيل سول.

له کوټې کندهارته د پاکستان هوايي شرکت پروازونه پيل سول.

د پاکستان د نړېوال هوايي شرکت پي اى اې له خوا له کوټې کندهارته د الوتکې پروازونه پيل سول چې په اوونۍ کې به کې دوه ځله الوتکه د کوټې او کندهار تر منځ پروازونه وکړي. د سه شنبې په ورځ د کوټې له هوايي ډګرڅخه کندهارته الوتکې په تاريخ په لومړي ځل پرواز وکړ. د پروازونو د پېلېدو په مراسمو کې په کوټه کې افغان قونصل جنرال غلام محمد بهادر او ډېرى نورو اړونده چارواکيو ګډون کړى وو.


د پاکستان هوايي شرکت پتېيلې ده چې د کوټې او کندهار تر منځ به په اوونۍ کې د مساپر وړونکيو الوتکو دوه پروازونه ولري. په کوټه کې د پاکستان د هوايي شرکت يو چارواکي جنېد رسنيو ته وويل، چې دا نن ډېره تاريخي موقع ده، موږ له خپل ګاونډي هيواد افغانستان سره خپلې اړيکي نوري هم ټينګول غواړو. نه يوازي له افغانستان بلکې پاکستان له ټولو ګاونډيو هيوادونو سره ښې اړيکي غواړي. او دا د پې اى اې د کار موخه ده. د ده په وينا د وخت له تېرېدو سره به پروازونه نور هم زيات کړي. چې له کوټې بارسلونا او شيکاګو ته به پروازونه وکړي.


په کوټه کې افغان قونصل جنرال غلام محمد بهادر هم د پروازونو له پېلېدو خوښي وښووه، او ويې وويل چې له دې سره به د پاکستان او افغانستان دوستي نوره هم پراخه سي. افغانان چې په تګ راتګ کې له يو شمېر ستونزو سره مخ وي، د الوتکې له پېلېدو سره به د دوى ستونزې تر ډېره حده هوارې سي. کندهار ته په ياد لومړي پرواز کې تلوونکيو يوشمېر مساپرو بيا وويل چې پر پوله افغانان د پوليسو او ملېشه ځواکونو له خوا ځورول کېږي او لاره هم اوږده ده، خو اوس به نه يوازي د تګ راتګ ستونزې هوارې سي بلکې د کوټې او کندهار تر منځ به خلک په يو ساعت کې خپل ځانونه ورسوي.


مساپرو زياته کړه، چې په چمن کې له پولې هره ورځ له پنځلسو بيا تر شلو زرو پوري کسان يوې بلې خواته اوړي چې ډېرى د سوداګري او درملنې په موخه کوټې ته راځي، خو د لارې په اوږدو کې د پوليسو او سرحدي ملېشو له خوا نه يوازي ځورول کېږي بلکې په يواو بل نامه پيسې هم ځيني اخيستل کېږي. د کوټې او کندهار تر منځ به د الوتکې په اوونۍ کې دوه پروازونه د سه شنبې او پنجشنبې په ورځو وي چې د يو اړخيز سفر کرايه يولس زره کلدارې ټاکل سوې ده خو چارواکي وايي، که د اريانا هوايي شرکت پروازونه هم پيل سي کېداى سي چې کرايې هم ورسره ټيټي سي.


د پاکستان د پخواني پوځي ولسمشر جنرال پروېز مشرف د واکمنۍ پر مهال د پاکستان او افغانستان تر منځ له کوټې تر کندهاره د بسونو د تګ راتګ اود اورګاډي د پټلۍ د غزېدو تړون سوى وو، خو د پوځي واکمن تر واکمنۍ وروسته دا تړون لاهم پر ځاى پاتي دى.


http://www.facebook.com/rafiullah.mandokhail