د وسله والو پر ضد د امنيتي ځواکونو په عملياتو کې ٣ سرتېري وژل سوي دي.

رفيع الله مندوخېل | دسمبر 27th, 2012


په بلوچستان کې د امنيتي ځواکونو وياند د چارشنبې په ورځ ويلي، چې د ايالت په اواران سيمه کې د وسله والو پر ضد په عملياتو کې درې سرتېري او ډېرى وسله وال وژل سوي دي.
د وسله والو پر ضد عمليات وروسته له هغه پيل سول، کله چې د دوشنبې په ورځ وسله والو په ياده سيمه کې د ځواکونو په کاروان بريد ترسره کړ، چې په پايله کې يې دوه سرتېري ووژل سول.
بلي خواته بيا بلوڅ ملتپال سازمانونو د چارشنبې په ورځ په کوټه کې ياد عمليات وغندل او پرضد يې احتجاجي مظاهره وکړه. د مطبوعاتي مرکز مخ ته په مظاهره کې په لسګونه ځوانانواو پېغلو ګډون کړى وو. مظاهره چيانو د ايالتي حکومت او ملېشه ځواکونو پر ضد شعارونه ورکړه او د عملياتو د ژر تر ژرو درلو غوښتنه يې وکړه.
په مظاهره کې شريکې يوې بلوڅې پېغلې رسنيوته وويل، چې له تېرې ورځې راهيسې امنيتي ځواکونو د اواران په مشکې سيمه کې د بلوڅانو پر ضد عمليات پيل کړي دي. او په روانو عملياتو کې تر اوسه د شپږو ښځو او ماشومانو په شمول اتلس بلوڅان وژل سوي او دوه سوه کورونه سوځول سوي دي.
خو د ځواکونو له خوا په خپره سوې خبرپاڼه کې ويل سوي چې په اواران کې روان عمليات د دوى په وينا د بلوڅ لبرېشن فرنټ په نامه د وسله واله ډلې پر ضد دي. څوک چې په ايالت کې د امنيتي ځواکونو پر پوستو، د ګاز پر نلليکو او د اورګاډي پر پټړيو بريدونه ترسره کوي. په خبرپاڼه کې تور لګول سوى چې ياده ډله له بهرنيو هيوادونو مرستې اخلي او د ايالت په تروريستي پېښو کې لاس لري. خو بلوڅ ملتپال بيا دا تورونه په کلکه ردوي.

http://www.facebook.com/rafiullah.mandokhail

Copyright Larawbar 2007-2024