کور / تازه خبرونه / كندهار: د بى اسنادو موټرونو د اره كولو لړى پيل سوه

كندهار: د بى اسنادو موټرونو د اره كولو لړى پيل سوه

په کندهار کي د بې اسنادو موټرونو د پري کولو لړۍ پيل سوه
په کندهار ولايت کي د هغو موټرونو چي راسته لاس اسټيرنګ يې درلود او ورته د ولايت د ترافيکو او ګمرک لخوا قانوني اسناد نه وي ورکول سوي د اره کولو لړۍ پيل سوه.
تېره ورځ چهار شنبه د کندهار په ګمرک رياست کي هغه اتلس عرادې تېز رفتاره موټرونه چي د ترافيک پوليسو لخوا نيول سوي وه د ګمرک رياست په انګړ کي د رسنيو او ولسي استازو په مخ کي پرزه سول.
د کندهار د ترافيک پوليسو مشر سمونوال محمد الله خان وويل چي د وزيرانو شورا د مصوبي او د کندهار ولايت مقام د اداري جلس د پرېکړي سره سم به ټول هغه موټرونه چي راسته لاس جلو ولري او قانوني اسناد ورته نه وي ورکول سوي دروي او د ټاکل سوي هيئت په حضور کي به يي پرزه کړي.
نوموړي زياته کړه چي د قانوني جوازونو نه درلودونکي موټرونه تر پرزه کېدو وروسته خپلو اصلي مالکينو ته سپار ل کيږي او د اره کولو پرمهال يې ټولو هغو برخو ته چي کېداى سي وروسته ورڅخه استفاده وسي ډېر پام کيږي.
بايد وويل سي چي دا موټرونه وروسته له هغه پرزه کيږي چي تر دي وړاندي د وزيرانو شورا لخوا پريکړه وسوه چي د پنځو کلونو لپاره بايد دا ډول موټرونه محصول او موقتي اسناد ورکول سي خو د هغه سره سره بيا هم ځينو موټر چلوونکو خپلو موټرونو ته اسناد جوړ نه کړل چي اوس يې د پرزه کولو لړۍ پيل سوه