کور / تازه خبرونه / هلمند : ۶ كسيزه وسله وال ډله د سولي د پروسي سره يو ځاى سوه

هلمند : ۶ كسيزه وسله وال ډله د سولي د پروسي سره يو ځاى سوه

په هلمند كي شپږكسيزه وسلواله ډله د سولي له پروسي سره يوځاى سوه
د محمد اكبرترمشرى لاندي يادې شپږكسيزې ډلي چي د لښكرگاه په مربوطاتوكي يي دولت ضد فعاليتونه ترسره كول په دي وروستيوكي د ملي امنيت اوقومي سپين ږيرو په هڅو له جگړي لاس په سر او خپلي وسلي يي د سولي پروسي ته وسپارلي .
دغه مراسم چې په دې وروستيوكې ددي ولايت د ملي امنيت رياست په انگړكي د هلمند د والي الحاج محمد نعيم په گډون جوړسوي و چي ددي ولايت دولتي او امنتي چارواكو برخه پكښي درلوده .
د سولې له پروسي سره د يوځاى سويو كسانوپه ډله كې چي محمد اكبر، نجيب الله ، گل محمد ، نقيب الله ، سليم خان او عبدالخالق شامل دي خپلي وسلي هم چارواكو ته وسپارلى .
د يادونې وړده چې تردې مهاله په هلمند كې تر۸۰ ډيركسان د سولې له پروسې سره يوځاى سوي دي .