کور / د ډيورنډ کرښه / زموږ ملا او پښتونستان

زموږ ملا او پښتونستان

ليکنه: ش. زيرک

په ياد مې دي چي کله  به د ظاهرشاه او يا سردار داود په زمانه کې د جلال اباد په ښار کې د پښتونستان ورځ نمانځل کېده نو ملت پاله او چپي ګوندونه به ښارونو او کوڅو ته راووتل او د سترو لاريونونو او مظاهرو په ترڅ کې به يی د پښتنو او بلوڅو د حقه حقوقو اواز پو رته کړ. خو دغه وخت به مذهبي ډلې چې هغه وخت به په مجوع کې اخوانيان بلل کېدل هم راورسېدل او د نورو مظاهره کونکو په مخالفت کې به يې شعارونه ورکول. د متقابل برخورد او تاوتريخوالې د مخنيوي په خاطر به جوپه جوپه پوليس هم راغلل او د دوی ترمنځ به يی امنیتي حلقې جوړې کړې. ماته به لا هغه وخت د ښوونځي د کم عمره متعلم په حیث سوال راپيدا شو چې دا اخوانيان ولي پښتونستان نه غواړي؟ ايا د پښتونستان جوړېدل د اسلام په ضد دي؟ له هماغه وخت څخه حتی تر نن پورې ما د کوم ملا له خولې څخه په هيڅ يو جومات، هديره او يا بله غونډه کې چې ملاصایب پکې وعظ کاوه د پښتنو د حقوقو او يا د پښتونستان د کلمي يادونه نه ده اورېدلی. ډېر ستر ديني عالمان چې د روسانو د اشغال په وخت کې له هيواده بهر وتښتېدل او په بهر کې يې لوی تنظيمونه او ډلې جوړې کړې، يو يي هم د پښتونستان او يا د پښتنو د حقوقو د سلب او يا اشغال کلمه نه ده کارولي او نه يې پرې کومه تبصره کړېده. له دغو ټولو ډلو څخه د پاکستان پراخه ملاتړ هم يو سوال دی چې د څه په بدل کې تر سره کېده!
په دې کې شک نشته چې ملا زموږ په سنتي او مذهبي ټولنه کې يو سترسياسي قوت هم دی. دوی د عوامو په منځ کې زيات نفوذ لري، خلک د هغوی خبرو ته غوږ نیسي او احترام یي کوي. دوی په اسانۍ کولای شي خلک اړو دوړ ته راوبولي او يايی که غوښتي وي د ثبات او سولې خواته سوق کړي.
که په وروستیو کلونو کې يو زيات شمير ملايانو په پوره زړورتيا د بهرنيانو شتون په افغانستان کې اشغال باله او د هغوی په مقابل کې به يی فتواوې صادرولي نو بيا سوال را پيدا کيږي چې دو ولي په تېرو شپېتو کلونو کې د پاکستان په واسطه د پښتنو او بلوڅو د خاورې په اشغال چوپه خوله دي؟ ايا دا اشغال نه بولي؟ او يا داچې د دوی په عقيده زموږ د خاورې د يوې برخې اشغال د يو ګاونډي اسلامي هېواد په واسطه جايز دی؟ او که داسې وي نو بيا خو زموږ ملايان د اوسني خپلواک افغانستان د موجوديت سره هم علاقه نلري او کولای شي د افغانستان د تماميت او مځکنۍ بشپړتيا ساتونکي قوتونه او وطنپال ولسونه د اسلامی اصولو خلاف وبولي.
يو وخت مې د تنظيمي ډلو د يو مهم کس څخه اوريدلي و، چې پاکستان يو اسلامي هېواد دی او د هغه د ټوټه کولو کوشش د اسلام ضد عمل دی.  که داسي وي او د همدغې نظريې په اساس دوی د پښتونستان د مسلې سره علاقه نلري نو بيا ولي بنګلديش د خپلو زرګونو مسلمانو وګړو په قربانۍ له پاکستان څخه ازادي ترلاسه کړه.  او يا ولي موږ د يو اسلامي هېواد په حیث نشو کولای چې د همسايه ګانو مځکې غصب او په خپله قبضه کې وساتو؟ او يا داچې ولي ډېر هم مذهبه عربي هيوادونه ټول د يو هېواد د بيرغ لاندې سره نه راټوليږي؟
هو، پوښتنه د پوښتنې پسې پيدا کيږي، خو هره يوه ځواب ته ضرورت لري. موږ بايد له خپلو ملايانو سره خبرې وکړو او له هغوی څخه وپوښتو چې ولې داسې ده. له دوی څخه بايد وپوښتل شي چې ايا وطنپالنه او نشنلزم د اسلام ضد دی؟ او د يو بل هېواد د مځکې اشغال او په قبضه کې ساتنه د بل اسلامی هيواد په واسطه روا دی؟ او که نه وي نو بيا مو ولي خپل اواز نه دی او چت کړی او ولي مو د محکومو ميلونونو پښتنو او بلوڅو د حقوقو او ازادۍ لپاره پر پاکستان د اشغالګر ټاپه نه ده وهلې.
د دې چوپتيا رېښې چېرې غځيږي او وجه يې څه ده؟

larawbar