کور / تازه خبرونه / دکورنيوچارووزارت: دامریکایي سلاکاري وژونکي پولیسه ایرانی ده اوروانی ناروغي لری

دکورنيوچارووزارت: دامریکایي سلاکاري وژونکي پولیسه ایرانی ده اوروانی ناروغي لری

کابل :دکورنيو چارووزارت افغاني رسنیوته ویلې دي ، چي هغه افغان پوليسه چې دکابل په امينه قوماندانۍکې یي دنده درلوده،اويو ه امريکايي سلاکاره یی په ډزوووژله افغانې تبعه نه بلکه ایرانی ده ،اورواني ناروغي لري.
دغه پوليسه نرګس نوميږي اودمرغومي دمیاشتې په څلورمه يې دکابل په امنيه قوماندانۍ کې یي يو ه امريکايي قراردادی سلاکاره یی هغه وخت په ډزو وویشته چي دډوډۍ خوړلوځای ته روانه وه .
دکورنیوچاروچاواکي وایي، چي لمړنیوڅيړونوښودلي ده،چه هغه رواني ناروغي لری اودهمدې رواني تکليف له امله له هغې څخه تردې مهال په سمه توګه څيړنې نه دي شوي.هغوی وایی، چې نرګس به دپلټنوپه موخه بل کوم بهرهيواد ته ونه سپارل شي اودافغانستان په دننه کې به دموجوده نافذه قوانينو په رڼاکې محاکمه شي.
بله خواه دکونيو چارو وزارت وياند څرګنده کړي ،چې نرګس د امريکايي مشاور تر وژلو وروسته غوښتل ، چې نور پوليس هم په نښه کړي، خو تومانچې يې کار ونه کړ.دده په خبره، د رواني ناروغي له امله په تيرو دوو ورځو کې له نرګس څخه په سمه توګه پلټنې نه دي شوي.
د کورنيو چارو وزارت وياند څرګنده کړه،چې نرګس به تر پنځلسو ورځو پورې له دوى سره په بند کې وي، ترڅو ددغه قتل اصلي انګيزه جوته شي، چې سياسي ده او که څنګه؟ هغه وایی چي نرګس په ایران کي دیوه افغاني سره واده کړی او ډیر وخت کیږی چي دلته په افغانستان کی اوسیږي.
دکورنیو چارو وزارت دا ونه ویل چي دغه ایراني پولیسي څنګه دکورنیو چاروپه وزارت کي رسمي دنده ترلاسه کړه اودپولیسي دندي دګمارلوپروخت او یا له هغه نه وروسته ولي دنوموړي دروانې ناروغې نښي اونښاني څرګندي نشوی اوڅرنګه دامنیه قومانداني په چوکاټ کي دافغاني پولیسی په توګه ټاکل شوی وه؟.
د يادونې ده، چې د ۱۳۹۰ کال د کب په ۶مه هم د کورنيو چارو په وزارت کې په دوولوړپوړو امريکايي سلاکارانو ډزې وشوې اودواړه ووژل شول.
وروسته بيا دکورنيو چارو وزارت وويل، چې بريدګردهمدغه وزارت اړوندکارکوونکی واو تښتېدلى دى.
خو داسې راپورونه هم خپاره شول، چې دغه بريدګر، چې ٢٥ کلن و، عبدالصبور نومېده، د پروان ولايت اوسېدونکی او د کورنيو چارو وزارت داستخباراتو په رياست کې يې دنده درلوده.