کور / خبرتیا او پيغامونه / د ويښ افغان ټولني خبرتيا

د ويښ افغان ټولني خبرتيا

Als de bijlage afbeeldingen bevat, worden deze niet weergegeven. De oorspronkelijke bijlage downloaden

د ويښ افغان خبرتيا

ويښ افغان ټولنیز اصلاحي تحريک د خپلو ټولنيزو او اصلاحي خدمتونو په لړ کې په پام کې لري د رسول اکرم (ص) د دغو مبارکو احاديثو په رڼا کې، چې:

الطهور شطر الايمان: پاکوالی د ايمان برخه ده
او
إن الله طيب يحب الطيب، نظيف يحب النظافة : الله (ج) سپېڅلی دی او سپېڅلی خوښوي، پاک دی او پاکوالی خوښوي.

سبا (يکشنبه) په جلال آباد کې د پاکوالي او چاپېريال ساتنې يو لوی حشر ترسره کړي. د پاکوالي حشر سبا سهار په ۸:۳۰ بجو د ښاروالۍ له تالار څخه پيلېږي او د جلال آباد په بېلا بېلو ناحيو کې ترسره کېږي. موږ له خپلو ټولو درنو هېوادوالو څخه هيله کوو، چې په دغه حشر کې برخه واخلي او د خپل کور، کلي، ښار او خپل ګران هېواد افغانستان د پاکوالي او ښکلا لپاره هم خپله کار وکړي او هم نور هېوادوال وهڅوي. په ياد ولرئ چې نظافت د لوړ کلتور نښه ده او تر اقتصاد زيات په روزنه او کلتور پورې اړه لري.

ستاسو د پراخ ګډون په هيله
د ويښ افغان د خدماتو څانګه