کور / تازه خبرونه / افغان سندغاړي عزیزغزنوي خاوروته وسپارل شو

افغان سندغاړي عزیزغزنوي خاوروته وسپارل شو

کابل:- دافغانستان څخه لراوبرته رارسیدلی خبری سرچینه وایی ،چي دافغانستان وتلي اوخوږ ژبی سند رغاړي عزیز غزنوی دهغي ناروغي له کبله چي ورته پیښه شوی وه ، پرون شپه د ۶۳ کالو په عمر ومړاو نن دکابل دپل سوخته په سیمه کي د(شهید عرب) هدیری ته وسپارل شو.
دنوموړۍ دجناز ي دسپارلوپه وخت کي دافغانستان داطلاعاتواوکلتوروزارت چارواکو،ګڼ شمیر افغانې سندر غاړو،نږدی دوستانواودهغه دکورني غړوګډون کړی وو.عزیزغزنوی په غزنی ولایت په یوه روشن فکره کورنۍ کي نړۍ ته سترګي روڼي کړی ،وروسته د حبیبی لیسي څخه فارغ شو.
عزیز غزنوی دافغانستان په رادیو تلویزیون کي نه یواځی غزلي ویلي دی بلکه دافغانستان راډیو دنشراتوپه برخه کي دموسیقی لوی مدير، دموسیًقي دجوړولو څانګی فنی مدیر، دموسیقي دتولیداو جوړولورئیس او په ّاخیرکي د موسیقي د تطبیقولو په مدیریت کي یی دنده تر سره کړی ده.
عزیز غزنوی دافغانستان دراډیو اوتلویزیون په ارشیپ کي په سلګونو محلي بی انځوره او ویډویي انځورداره غزلي لري. هغه دموسیقي په څانګه کي ډیری تجربې درلودي اودنوروافغانی سندرغاړوغزولوته یی هم په زړه پوری کمپوزیونه جوړول .
د لراوبر ویب پاڼه د نوموړۍ مړینه دافغانې موسیقي په درشل کي یوه لویه تشه ضایعه بولی او دعزیز غزنوی کورنۍ اودوستانو ته د زړه له کومي تسلیت وایي .