کور / خبرتیا او پيغامونه / افغان لیکوال او سیاست پوه ډاکټر عبدالصمد حامد وفات شو

افغان لیکوال او سیاست پوه ډاکټر عبدالصمد حامد وفات شو

وتلی افغان لیکوال او سیاستپوه ډاکټر عبدالصمد حامد د څلورو تیا کلونو په عمر نن سهار وختي په جرمني کې وفات شو.
خدای بښلی حامد په قانونپوهنه کې ډاکټري درلوده، د نورو دندو تر څنګ د کابل پوهنتون استاد، والي ، د پلان وزیر او د صدارت مرستیال هم پاتی شوی و.
د مرحوم جنازه به افغانستان ته وړل کیږي.
لنډ ژوندلیک یې لاندې لوستلی شئ

لنډ ژوندلیک
ډاکټر صاحب عبدالصمد حامدد ۹۱۲۹ ز كال د جنورۍ په ۸ مه نېټه د خوګیاڼو په ولسوالۍ كې د نایب الحکومه عبدالرزاق خان آغا کره زېږېدلې په خټه محمدزی دی. لومړنۍ زده كړې یې د نجات په لېسه كې ترسره كړي، او د لوړو زده كړو لپاره سویس ته ولېږل شو.
ښاغلي ډاکټر صاحب حامد په۱۹۵۷ ز كال سویس کې په قانونپوهنه كې دوكتورا تراسه كړه. هېواد ته د راستنېدو سره یې د حقوقو او سیاسي علومو په پوهنځي كې د ښوونكي په توګه، په دنده پیل وکړ، نوموړي په ډېرو رسمي او دولتي لوړو څوكیو کې كار كړې. په۱۹۴۶ ز كال کې د ډاکټر یوسف لخوا د اساسي قانون د تسوید په ډله کې شامل شو چې همدا مهال یې د ښوونې او روزنې په وزارت کې د منځنیو تدریسات د ریس په توګه دنده ترسره کوله. لدې سر بېره د دیموکراسۍ په حکومتونو کې د پوهنتون ریس، د پروان والي، د نوراحمد اعتمادي په دوره کې د پان وزیر او د ډاکټر ظاهر په دوره کې د صدارت مرستیال په دندو پاتې شوې دی. نوموړي د ډاکټر ظاهر د حکومت پرمهال د بادغیس او د غور د والیانو د لیرې کولو پر سر خپله دنده پرېښوده او استعفا یې وکړه.
داچې د دیموکراسۍ په کلونوکې داسې انګېرل کېدل، چې ښاغلی ډاکټر عبدالصمد حامد به د افغانستان صدراعظم وي خو ښاغلی عبدالغفار فراهي ددې امل شخصي او قومي دایل بولي او باچا ازمه نه بلله چې د نوراحمداعتمادې د اوږده حکومت او ډاکټر ظاهر د لنډ حکومته ورسته صدراعظم شي او بل داچې د ظاهرشاه مشاورینو د ډاکټر عبدالصمد حامد د صدراعظم کېدلو سره موافقه نه کوله.
د غویي د اوښتون څخه وروسته په ۱۹۷۸ ز كال زندان ته واچول شو. او په۱۹۸۰ ز كال راخاص شو او آلمان ته کډوال شو .