کور / هراړخیز / فاتح خان

فاتح خان

موږ پښتو کړی ده ، نو ځکه موږ غیرت کوو . موږ له خپل ورور سره هم پښتو کوو او تربګنی ورسره پالو ، موږ له دښمن سره هم پښتو کړی ده ، د شالخوا ورباندی ګوزار نه کوو مخامخ ورباندی ځانونه لولخړه کوو .
موږ د دښمن خور او مور ته هم د عزت په سترګه کتلی دی ځکه چی موږ پښتو کوو ، خو خپله خور مو یتیمه ، بی وروره ، او سوالګره کړی ده ، مور مو د خپل زوی په غم ژړولی ده ، ځکه چی موږ پښتو کړی ده ، موږ میلمه پالنه کړی ده پښتو مو کړی ، خو وطن مو ورباندی خاوری خاوری کړی دی .
موږ هر وخت دا غیرت کوو ، فکر ورباندی نه کوو ، نو ځکه هر څه دی لاسه ورکو ، په موږ ټول فسادونه خپلی پښتو کړی دی ، په موږ هم هغه د فاتح خان ټوکه شوی ده چی وایی :-
یوه ورځ یوه سړی د یوه بلند منزل په دریم پوړ کی کار کولو ، په دی وخت کی لاندی یوی ښخی رامنډه کړه او ناره یی کړه چی فاتح خانه ستا ښځه یی وتښتوله !
هغی بچاره له دریمه منزله راټوپ کړ ، لاسونه او پیښی یی غبرګ مات شول ، خلکو رامنډی کړی پوښتنه یی تری وکړه چی دا ولی ؟
ده وویل چی دلته لاندی چا ناری کړی ، فاتح خانه ستا ښځه چا وتښتوله ! نو ما راټوپ کړ لاسونه او پیښی می مات شول ، خو د افسوس خبره دا ده چی !
نه زما نوم فاتح خان دی او نه قسم دی چی ښځه لرم .
په موږ هم همدا ټوکه شوی ده ، نه دا جنګ زموږ دی ، نه دا وسله زموږ ده ، نه دا مسله زموږ ده ، خو موږ بیا هم بی فکره دغی میدان ته وردانګلی دی . خپل وطن مو د جګړی میدان کړو ، ورورو مو په خپلو لاسو وژلی دی ، پیغله مو په سرو جامو کی کونډه کړی ، واده مو په غم بدل شوی دی ، او غم مو په غمونو ، خو موږ بیا هم فکر نه کوو چی دا ولی ؟؟؟
نه د شاعر خبره تاثیر کوی ، نه د لیکوال په قلم کی هغه د وطن جذبه لیدلی کیږی ، نه مو د ممبر په ملا کی د خبرو زور پاتی شو ، مشر مو خرڅ شو ، سالار مو لار غلته کړه ، کشر مو یا ډاکو شو یا ځانمرګی یا طالب شو یا جاسوس ، خو موږ بیا هم پښتو کړی ده چی دا ولی ؟؟؟
خور مو د ځوانی په خوند پوی نه شوه ، د مور سترګی هر وخت له اوښکو ډکی وی ، دی ورور خو مو ملا ماته ده ، پلار مو بی وخته د زوی له غمه مړ شو ، دا ځکه موږ پښتو کوو چی دا ولی ؟؟؟
که دا جنګ پردۍ وی ، او دا غم پردۍ وی ، نو موږ ولی خپل کور ته راوړی دی ؟؟؟
پښتنو ورړنو له فکره کار واخلی ، دا پردی غمونه دی ، دا زموږ ویر نه دی راځی له خپله ګوګله دا غم بهر کړو ،راځۍ چی خپل وطن خپله اباد کړو . کنه بیا افسوس هسی یوه لویه تیروتنه ده او بس .