کور / خبرتیا او پيغامونه / د آی اس ای جګړه په فسبوک کی

د آی اس ای جګړه په فسبوک کی

د فیس بوک یا د عکس کتاب ټولو یارنو ته لومړۍ سلامونه او نیکی هیلی وړاندی کوم هیله ده چی ټول روغ او جوړ اوسی.

په دی ورستیو کی مو د فیسبوک په پاڼو کی یو څه تر سترګو راغلل نو و می پتییله چی د نورو دوستانو سره یی هم شریک کړم نو هیله ده چی زما همدا لیکنه د افغانانو او په ځانګړی ډول د ټولو لر او برو پښتنو لپاره ګتوره تمامه شی .

ګرانو دوستانو لکه چی تاسو پوهیږی پاکستانی پنجابیان د افغانستان سره کلکه او نه په خوله کیدونکی جګړه لری چی نږدی څلویښت کاله د پنجابیانو بیا د ای اس ای له خوا د افغانستان په ضد روانه ده.او دی ظالمانو یعنی ای اس ای تر او سه په هیڅ عمل صرفه نده کړی تر څو د افغانستان هر څه نابود او له منځه یی یوسی.د افغانستان پر ضد یی هر وخت مخالیفین روزلی دی او روزی یی مخالیفینو ته وسلی برابروی او بیایی افغانستان ته رالیږی تر څو مکتبونه روغتونونه ،پلونه، سړکونه د اوبو بندون او نوری ابادی له منځه پری یوسی او زموږ بیګناه هیوادوال شهیدان کړی، تور سری مو کونډی کړی او ماشومان مو یتمان کړی . د جګړی علت یوازی او یوازی یو دی او هغه د پښتونستان مسله ده.

د پنجاپیانو یا د ای اس ای جګړی اوس فیس بوک ته هم سرایت کړی دی هیله ده چی لر او بر پښتانه هوښیار اوسی او دا د فیسبوک جګړه په نطفه کی خنثا کړی او ددوی په پوچو تبلیغاتو ونه غولیږی، همدارنګه د لرو او برو پښتنو په منځ کی نفاق رانه ولی موږ پښتانه باید د پنجابیانو او په ځانګړی ډول د ای اس ای چلونو او نیرنګونو ته بیدار او هوښیار اوسو.

که چیری د لاندی فیسبوک پاڼی خاوند پنجاپی او یا د ای اس ای غړی نه وی او پښتون وی نو ټولی لیکنی به یی په پښتو لیکلی نو لدی باید موږ پوه شو چی ددی پاڼی خاوند په هیڅ وجه پښتون نه شی کید لی . د دی پاڼی چلونکی هدف د پښتنو ترمنځ نفاق اچول دی او بس.که چیری پښتون هم وی دا پدی معنی نه شی کیدلی چی دا د ټول پښتونستان د پښتنو نماینده ګی کوی یو شخص دی له ځان د پنجابیانو په ګټه او د پښتنو په ضد تبلیغاتی جګړه کوی او زموږ د پښتنو دا ایمانی او ویجدانی دنده ده چی د داسی اشخاصو او افرادو تر تاسیر لاندی را نه شو اوهر عمل او تبلیغ یی په کلکه وڅارو او مخنیوی یی وکړو

د فیسبوک په دی پاڼه کی : I am a Pakistani Pakhtoon and thank u I dont want loy Afghanistan

http://www.facebook.com/#!/Proud.To.Be.Pakistani.Pukhtun

تکرارآ لیکم چی کوم تبلیغات کیږی دا په هیڅ وجه پښتون نه دی دا سل په سلو ګی پخجاپی دی او ورپسی سل په سلو کی د ای اس ای اجنټ دی چی هدف یی یوازی او یوازی د پښتنو تر منځ جدایی ده او نه غواړی چی لر او بر پښتانه سره يو ځای شی ځکه د لر او برو پښتنو یوالی نه تنها پاکستان د ځان لپاره لوی خطر ګنی بلکی نړۍ له دی ویره لری.

نو کله چی څوک اوبه پر سر واخلی نو هر بوټی او څانګی ته لاس اچوی تر څو نجات ومومی نو اوس د پنجاپیانو همدا حال دی اوبو په سر اخیستی دی پدی ښه پوهیږی چی پاکستان به د ڼړی له نقشی څخه پاکیږی او په اسیاکی به د پاکستان چی مورداړستان هم ورته ویلی شو له منځه ځی او دا ورځی او شپی رانږدی کیږی چی لوی افغانستان به جوړیږی، لر او بر پښتانه به انشالله یو کیږی چی دا د پښتنو مسلم حق دی .

مننه