کور / تازه خبرونه / دښاروالي په نوښت دقلات ښارجاروکشي پیل شوه

دښاروالي په نوښت دقلات ښارجاروکشي پیل شوه

دزابل دازارورسنیودنماینده ګانو مدني ټولنو چارواکو او ځایی اوسیدونکو په نوښت دمرکزقلات ښار دلوی لارو اوکوڅو دپاکولوپرسه پیل شول .پدغه پروسه کی چی موخه یی عامو خلکو ته دپاک ماحول برابره ول اوپه هغوی کی دپاکوالي دروحیي راژوندی کول دي .ددغه پروسی پیلیدلوپرمهال دزابل والي محمد اشرف ناصري وویل چی هرانسان ملکلف دي چی خپل ښار پاک وساتي دنوموړي په خبره که چیرته خپل ماحول پاک ونه ساتو نو درنګ رنګ ناروغیوسره به مخ شو.په ورته وخت کی یوشمیر ځایی اوسیدونکی دښاروالي لخوا درمپپ په مرسته پیل شوی پروګرام دستایني وړ وبلي او وویل چی که چیرته هروګړي دښار دپاکولولپاره مټي راونغاړي نودغه ښاربه هم دنوروولایتونوپه شان پاک اوصفا وي .

دیادوني وړه چی دښاردپاکولاي په موخه دغه کمپاین دڅه مودي راپدی خوا ددي ولایت په ګډون په یوشمیر ولایتونوکی پیل شوی دی .