دکند هارددهلي بند اته متره لوړیږي

59 | جنوري 1st, 2013


له کندهارڅخه په یوه خبرکی راغلي چي دکند هارددهلې بندکوم چي په ۱۳۳۱ لمریز کال کي څه باندې ۶۰ کاله وړاندې دیوې امریکایي کمپنۍ له خوا جوړ شوی وو.اوس یی درغولو پرمختیایي چارې پیل او له مخې به یې ددغه بند دېوال له ۵۰ مترو څخه -۵۸ مترو پورې لوړ شي.
ددهلې بند د افغانستان په سوېل کې دویم لوی بند دی، چې دکندهار ښار سربېره ددغه ولایت اوو ولسواليو، ميوند، ارغنداب، شاه وليکوټ، دامان، ډند، پنجوايي، او ژېړۍ ۷۶ زره هکټاره ځمکې خړوبوي.” دغه بند دکند هار ولایت شما لویدیز ته په ۴۰ کیلو متری کي د شاه ولیکوټ ولسوالي ته نږدی پروت دی.
خودکلونو په تېرېدو سره ددغه بند زېرمه ۴۰ سلنه له خټواوورښوخرابوتوکوډکه شوې، او داوبود زېرمه کولوکچه هم په همدې اندازه راټیته شوېده.
د کندهارد اوبو لګولو دریاست چارواکي وایي چې ډېر ژربه ددغې ستونزې دله منځه وړلو په موخه د دهلې بند پرمختیایي چارې پیل کړي.
چارواکي وایي چې د دهلې بند پرمختیایي پلان له پیل سره سم به سلګونوکسانو ته د کار زمینه برابره، اودغه پروژه به تر ۲۰۱۵ کال پورې بشپړه شي.
سیمه ییز چارواکي وایي دهلې بند ته څېرمه د شخصي او دولتي املاکو دمعلومولو او ارزونې چارې یې هم ګړندۍ کړې او په دې برخه کې د سیمې د خلکو پوره همکاري هم له ځان سره لري.
په کندهار کې د کرنې د ریاست د املاکو مدیر ډاکټر نورالله وایي چې تردې دمه شاوخوا ۳۵۰۰۰ زره دولتي ځمکه تثبیت کړې او لاهم دغه چارې روانې دي.
دکندهارددهلی بند نه یواځې داوبو دزیرمو لویه ذخیره ده ،بلکه ددوبي په موسم کي دخلکودتفریحي ناستواو میلو خورا ښکلي ځای هم دی، چي درخصتیوپه ورځوکي سلګونه کندهاریان ددي بندچار پیره دمیلواوچړچیو په درشل کي ورڅخه ګټه اخلي.

Copyright Larawbar 2007-2024