کور / تازه خبرونه / د بې پيلوټه الوتکي په بريد کي ٢ کسان ووژل سول

د بې پيلوټه الوتکي په بريد کي ٢ کسان ووژل سول

د کندوز ولايت امنيتي چارواکي وايي چي د بهرنيانو په يوه هوايي بريد کي دوه وسله وال وژل سوي .
دا بريد د ياد ولايت په امام صاحب اولسوالۍ کي سوى.
د دې اولسوالۍ اولسوال امان الدين د بريد پخلى کوي او وايي چي په بريد کي وژل سوي کسان وسله وال دي خو په سيمه کي د تل په څېر اوسېدونکي وايي چي وژل سوي کسان وسله وال نه بلکي د دې سيمي ځايي اوسېدونکي دي .
په دې اړه نه تر اوسه بهرنيانو او نه هم وسله والو طالبانو يا اسلامي حزب څه ويلي دي .
او دا لومړى ځل دئ چي په دې ولايت کي د بې پيلوټه الوتکي د بريد خبر ورکړل کېږي.