کور / تازه خبرونه / ملاله يوسفزۍ او کورنۍ يې په برتانيا کي پاتيږي

ملاله يوسفزۍ او کورنۍ يې په برتانيا کي پاتيږي

د ملالي يوسفزۍ پلار د انګلستان په برمنګهم ښار کي د ۳ کلونو د پاره په ديپلوماتيکو چارو کي د کار قرارداد لاسليک کړ چي ددې قرارداد له مخي نوموړی او کورنۍ يې لږ تر لږه د قرارداد تر پوره کېدو پوري د ۳ کلونو د پاره په برتانيا کي د اوسيدو حق لري .
د ملالي يوسفزۍ کورنۍ تر هغه وروسته برتانيا ته ولېږدېدله چي ملالۍ د ښوونځی څخه کور ته پر لاره د وسله والو لخوا په ډزو زخمي سوه او وروسته د درملني لپاره انګلستان ته ولېږدول سوه .
په اسلام اباد کي د برتانيا سفارت برتانيا ته د ملالۍ يوسفزۍ د لېږېدلو څخه وړاندي د هغې د کورنۍ غړو ته وېزې صادري کړي وې ، هغه وخت د پاکستان حکومت هم د هغې د کورنۍ غړو ته د پاسپورټونو او وېزو د چمتووالي خبره کړې وه او ويلي يې وه چي که د ملالي ددرملني لپاره بهرني هيواد ته د تګ اړتيا پېښه سي نو درملنه به يې په برتانيا کي بشپړه سي .
پر ملالي يوسفزۍ د بريد پړه هماغه ورځ پاکستاني طالبانو منلې وه خو ددغه بريد غندنه د ولسي کچي ترڅنګ د نړۍ د لويو هيوادونو د ولسمشرانو لخوا وسوه دغي موضوع د افغانستان تر څنګ په ټوله نړۍ کي تر يوې اوونۍ پوري د خبرونو سرليکونه جوړ کړل .