کور / سياسي / ریښتینی ولس ددرواغجنو ښکیلاک ګرو په لومه کي

ریښتینی ولس ددرواغجنو ښکیلاک ګرو په لومه کي

دیوی لسیزی نه ډیره موده کیږی چی افغان ولس دداسی یوی جګړی په لومه کی ګیر دی چی هیڅ افغانی اړخ نه لری افغانان نه خوپه نړیوال ترویزم کی برخه لری اونه هم په نړی کی چی کووم تروریسیتی پیښی شوی دی څوک به داسی یوثبوت وړاندی کړی چی په تروریستی بریدونو کی دکوم افغان لاس وی خو سره ددی هم افغانستان دترویزم سره دجګړی په پلمه په یو نا انډوله جګړه کی ګیر دی امریکایان اودهغوی ملګری ددی جګړی دپیل نه افغانستان ته دخپلو ستراتیژیکواقتصادی اوسیاسی ګټو پربنا لښکر کشی وکړه ، غربی ټلواله چی په سر کی دامریکا متحده اضلاع وو په افغانستان کی دهغو کسانو ملاتړ ته ټینګه املاوتړله چی دبشر دحقوقو ناقضین جنګسالاران دافغان ملت وژونکی دهرنوع علم څخه بی برخی اوزمونږ دټولنی نااهله کسان وو داچی امریکایان دداډول کسانو څخه ملاتړ کاوه دوی ددارنګه خلکو نه مخکنی پیژند ګلوی درلوده همدا غربی ژورنالستان اوغربی میډیا وال وو چی په کراتو کراتو په خپلو راپورونو کی دغه خلک دبشر دحقوقو ناقضین دبی ګناه انسانانو وژونکی دمخدره توکو قاچاق چیان ورمعرفی کوول خوپه ناڅاپی ډول ددی هرڅه بدلون افغان ولس ته حیرانونکی اوجالب حالت وو چی ولی دپرون ورځی جنایتکاران په ناڅاپی ډول غیر ددی نه چی په دوی کی کوم مثبت تحول ولیدل شی دنن ورځی مارشالان اوقهرمانان جوړ شوول ددی هرڅه نه داخبره واضحه کیږی چی امریکایان نه غوښتل په افغانستان کی قوی باثباته اوپایداره نظام رامنځ ته شی اونه داسی کسان باید واک ته راشی چی ددولت جوړونی جوګه وی غر بی ټلواله زمونږ په ملت دغه کسان دکیمیاوی اوبیلوژیکی وسلو په زور وروتپل اوپه قصدی ډول دیو ضعیف البنیاد اوناتوانه حکومت درامنځ ته کوولو په هڅه کی شوول زما په اند دابه ډیر ساده لوحه کسان وی چی څوک ووایی امریکایان په دی هرڅه نه پوهیدل اودایوه تیروتنه وه اوپه اشتباه سره دجنګ سالارانو ملاتړ یی وکړ، دوی دافغانستان دخلکو څخه ډیرښه په هرڅه پوهیدل اووضع ورته ښه معلومه وه ، سره ددی هرڅه افغان ولس یو نوی تحول ته په مثبت نظر وکتل اویا به علت داهم کیدلی شی چی افغانستان خلک دهغه وخت حاکم مستبدد نظآم نه نور په تنګ وو اودیو نوی بدلون دپاره یی ځانونه اماده کوول په همدی اساس دنړیوالو قوتونوپه مرسته دیو باثباته نظام دجوړونی هیلوته امیداره شوول دنړیوالوځواکونو څخه یی ملاتړ وکووله د۴۸ ساعتونو څخه په کم وخت کی دافغانستان ۹۵٪ خاوره دطآلبانو دحاکمیت نه اذاد شوول اوپه ډیره کمه موده کی ټول افغانستان دهغه وخت درژیم نه اذاد کړی شوو په ټول هیواد کی یو وسله وال کس هم نه وو چی دنوی رژیم اویاهم دنړیوالو ځواکونو په وړاندی وجنګیږی زه ددی صحنی شاهد یم چی ډیری هغه طالب چارواکی چی ماپیژندل اوزمونږ دسیمی خلک وو وسلی یی کیښودلی اودعامو کسانو په ډول ژوند یی اختیار کړه دغه چارواکی دنورو افغانانو په څیر په ملت کی مدغم شوول په سیمه کی دسیمی هیوداونو اوهغوملکونو ته چی دامریکایی قواو دشتون سره مخالف وو اماپه ښکاره یی مخالفت نه کولو اویایی هم دضرورت اومجبوریت له مخی په ښکاره څه نه ویل نور زمونږ په هیواد کی دجګړی ددوام دلایل په لاس کی پاتی نه شوول داسی کوومه ډله نور شتون نه درلود چی په سمیه کی دکووم هیواد دلاس اله شی اودهغو هیوادنو چی دامریکا دراتګ اودامریکا دشتون سره کلک مخالف اوداهرڅه یی دځان دپاره خطر ګڼه داسی کوومه بهانه پاتی نه شووه چی کووم غیر مسوله ډله حمایت کړی خو څه وخت لاتیر نه وو چی چی بهرنی ځواکونه ټول افغانی کلتور اودودونو خلاف دافغانانو دکورونو پلټل پیل کړل دافغانی مشرانو اوافغانی ښځو بی حرمتی یی وکړه دافغانانو په کلتوری اومحلی مراسمو کی یی په بی ګنا خلکو بمونه وورول ددوی په هوایی بمبماردونو کی په لسګونه بی ګنا اومعصوم افغان ماشومان سپین ږیړی اوښځینه کسان شهیدان کړی شوول دمسلمانانو اوافغانانو دمقدساتو بیی عزتی یی وکووله حتی تر دی چی غربی ټلواله زمونږ په کورونو کلیو اوښارونو کی په لوی لاس جګړه لټوله اودجګړی اورته یی لمن واهه امریکایی سیاستوال په سیمه کی دهغو استخباراتی کړیو مالی اوهرنوع مرستی ته دوام ورکړل چی په حقیقت کی همدغه کړی په سیمه کی دامریکایی ګټو په خلاف اودترورزیم اصلی حامیان اوملاتړ کوونکی دی امریکایان سره له دی چی افغان ولس سره یی ډیری تش دخولی وعدی وکړلی خو دعامو افغانانو دژوند دښه کولو دپاره کووم معقول پلان تر لاس لاندی ونه نیوله دافغانستان اقتصادی بنسټونه ونه رغول شوول فساد خپل اوج ته ورسیده دداډول حالاتو په لیدو هغه کسان چی د داډول ناکرده کړنو نه په تنګ شووی وو یوځلی بیا مجبوره شول چی دبهرنیو قوتونو سره په مخالفت کی ودریږی هغه سیمه ایزهیوداونه چی په دی سیمه کی دغربیانو دهر نوع شتون په خلاف وو یوه نوی چانس په لاس ورغی دوی ددغه ناراضه افغانانو مالی اوتسحیلاتی ملاتړ ته راودانګل خپل استخباراتی ګروپونه یی ددغو کسانو سره ملګری کړل اویو ځلی بیا دافغانانو په کورونو کلیو اوبانډو کی جګړه زور واخیسته افغان ولس تر هر بل هیواد اوخلک ددی جګړی قربانی شوول افغانستان دبهرنیو قوتونو دسیالیو ډګر وګرځید اوټولی توکیدلی هیلی په ناهیلی بدلی شوی خو دی خبری ته هم باید پام وشی چی امریکایی ځینی سیاستوال او په امریکا کی دځینو سترو کمپنیو مالکین ددی جګړی نه څه اندازه مالی اواقتصادی ګټه پورته کړه خوپه بدل کی دامریکا ولس هم په دی جګړه کی ډیر څه له لاسه ورکړل او دامریکا یانو په تاریخ کی به دلمړی ځل وی چی دننه په امریکا کی اویا حتی په ټوله نړی کی امریکایی عام ولس دداډول سترو ستونځوسره لاس اوګریوان شوی وی.

دسیمی دپاره دامریکا مبهم اودوه مخیزه سیاستونه ددی باعث شوی دی چی نه یواځی افغانان بلکه په سیمه کی ډیری هیوادونه دامریکایانو په نیتونو شک په یقین بدل شی اوخلکو فکر هغه لوری ته واړوی چی امریکایان په دی سیمه کی دخپلو ستراتیژیکو مهمو ګټو دخوندی کولو ددی سیمی دمهمواقتصادی منابعو په قبضه کولو اودمعاصرواستعماری پلانونودتحقق له لاری دولسونو داستثمار کولو دپاره دترویزم سره جګړه یو بهانه ګرځولی اودپردی تر شا دغه شومو موخوته وررسیدل غواړی نوځکه دغربی ټلوالی په خلاف مزاحمتونه پیل اودجګړه کوونکو ډلو ملاتړ دبهرنیو اوکورنیو کړیو له خوا پیل شوو،اوافغان ولس دجعلی اواصلی ترویزم ترمنځ دسیالیواورقابتونو قربانی کیږی.

افغان بااحساسه ځوانان، ځوان سیاستوال، ملی مفکرین اودهیواد روڼ اندی کدرونه اوځوانان دروانو بی عدالتیو ناخوالو او ټولو افغانی ستونځو دله منځه وړلو دپاره باید داوسنی عصر دمقتضیاتوسره سم دولس دښیرازه کولو دپاره باید دیو خوځښت بنسټ کیږدی دډیرو ډلو ټپلو جوړولو په ځای باید ټول دارنګه کسان اودنوی ټوکیدلو احزابو غړی چی په تیت اوپرک ډول ورته موخو اواهدافو ته کارکوی په یو جوړښت کی تر یو بیرغ لاندی سره راغوڼد شی خوځښت باید دکیڼ لاسو او ښی لاسو پخوانیو ډلو دهر ډول اغیز څخه وساتل شی دخوځښت موخی دافغان ملت دویښتابه دپاره فکری اوروحی مبارزه وی دخوځښت ځوانان په دی پوه شی چی ددی هیواد اصلی دښمنان څوک دی مونږ باید نور په دی وپوهیږو چی دنړی دقومونو سره څنګه سیال کیدلی شوو اونه باید دپردو دګټو قربانی شوو افغان ولس خپله خپلواکی ګټلی شی اوپه اذادی کی دژوند کولو په ریښتنیی معنی پوه دی دافغان ولس تاریخ اومیړانه دنړی دخپلواکو ملتونو ته ښکاره اوروښانه دی تر هرڅه وړاندی باید دافغانانو په کورونوکی جګړه ودریږی افغانستان باید خپلواکه شی زمونږ په هیواد کی باید ټولنیز عدالت پلی شی اوبلاخره دادریښتنو افغانانو مسولیت جوړیږی چی خپل هیواد دپرمختګ په لوری روان کړی خوځښت باید دافغانانو یو داسی ځوان غښتلی ځواک رامنځ ته کړی چی ترڅو په نړیوواله کچه دافغانانو ریښتنی استازیتوپ وکړی شی او دافغانستان دخلکو اصلی څهره باید نړی ته روښانه کړی شی افغانان تروریستان نه دی، پردیو ته جاسوسی کوول په افغانی دود کی عار اوعیب ګڼل کیږی اوافغان کله هم دعار کار نه کوی، افغانان د خپلی خاوری خپلی خپلواکی اوخپله اذادی په سر به کله هم دکوم یرغل ګر سره معامله ونه کړی دداسی یو متحدځواک دجوړولو دپاره باید هڅی اوهلی ځلی وشی.

دخپلواک افغانستان په هیله