کور / هراړخیز / دا د عبرت شېبه ده

دا د عبرت شېبه ده

په یوه وجاړ ځای کي کنډوالې ته ورته کور څخه په ۱۹ نومبر ۲۰۱۱ داسي یو کس را و ایستل سو چي دې ځای کي له شاوخوا پنځو یا شپږو میاشتو څخه پټ وو. هغه خورا زخمي او ناورغ وو. د هغه د خوني حالت دومره خراب وو چي نه یې د رڼا منظم سیسټم درلود او نه یې هم د تازه هوا د راتلو کومه لار . تر داسي اندازې چي خوني تشناب هم نه لاره . د هغه کس خوراک، څښاک، خوب، انساني اړتیا او نور هر څه په دې څلور دیواله کي محدود وه. کله چي هغه کس و نیول سو داسي   ښکاریده چي  له څو ورځو وږی تږی دی او له څو اونیو راهیسي یې لامبلي هم نه دي. په کوټه کي موجود بالښت او کمبله دومره بد بویه وه چي استعمالول خو یې لري خبره ده، د هغه په لیدو د انسان خوا را ګرځیدل . په چټل او بدبویه کمبل کي پېچل سوی کوم کس چي د حکومت لخوا    و نیول سو،  هغه مازي سړی ندی ، بلکه لږه موده وړاندي هغه د نړۍ یو شتمن کس وو، داسي چي د نړۍ د څو نوم وتو شتمنو له ډلي وو. هغه بې کچي ارام ژوند لاره او د خپلو عیاشیو لپاره یې په ثانیو کي په کروړونو ډالر مصرفول. یو ځل هغه په لندن کي خپل موټر کي سفر کوی چي په شمالي لندن کي یې یو ښکلی کور خوښ سو او د کور را نیولو پرېکړه یې وکړه ، د کور مالک نه غوښتل خپل کور و پلوري. خو هغه ضد و نیوی د کور یې دوه برابر قیمت ورکړ او هلته په ولاړه ولاړه یې هغه کور د یو ملیارد برتانوي ایرو په ارزښت واخستی چي د یو ارب او څلویښت ملیارده پاکستانیو کلدارو سره برابریږي.



په ۲۰۰۹ کال کي هغه خپله ۳۷مه کلیزه و لمانځل چي د نړۍ مشهور شتمن ورته غوښتل سوي وه چي هغو کي د روس شتمن البانین ټایکون، د طلا د کانونو خاوند پیټر مونک او البرټ د پاریس شهزاده او دا کالیزه تر اوسه د نړۍ تر ټولو ګران بیه کلیزه شمارل کیږي. دا کس د خورا ګران بیه رسامیو پر را نیولو مین وو، هغه د اربونو ډالرو په ارزښت رسمامیو باندي خپل کور ښکلی کړی وو. په ۲۰۰۶ میلادي کال کي هغه پر اسرایلي فلمي لوبغاړي اوریل وینیمرا مین سو، سړي د هغې خپلولو لپاره د هغې شاوخوا د شتو انبار را غونډ کړه څو چي هغې د یار په توګه ومانه او دا د نړۍ ګران ترینه معشوقه بلل سوې. دی د برتانیا د پخواني لومړي وزیر ټوني بلیز یو ښه ملګری وو او د برتانیا شاهۍ کورنۍ هغه څو ځلي په شاهۍ مانۍ بیکینګم او وینسلي کلا کي د ماښامنۍ او غرمنۍ لپاره غوښتی وو. دی په لندن او پاریس کي ډیر ازاد ګرځیدی او ده  دنړۍ د هر ځاي په قانوم ماتولو کي د ځان د ویاړ احساس کاوه .


ده یو ځل په پاریس کي په شنزلاز سړک باندي خپل موټر په یوسل او دیرش رفتار کي و چلوی چي ټوله اروپايي نړۍ یې حیرانه کړه او د پاریس ښاري حکومت تر هر څومره هڅو وروسته هغه جرمانه هم نه سو کړای. دی د خپل هیواد د پانګي اچوني مسؤل وو او د هغه دا صلاحیت دومره زیات وو چي په هر هیواد کي یې هر وخت تر لس میلیونه ډالرو پانګونه کولای سوه او دا لویه خبره وه . د داسي شان او شوکت د ژوند خاوند چي کله په ۱۹ نومبر ۲۰۱۱ په یوه کوچنۍ او بدبویه کوټه کي په یوه چټله کمبله کي پېچل سوی و موندل سو هغه کوم بل څوک نه، سیف الاسلام دی، د نړۍ د دریم له تیلو ډک هیواد لیبا د پخواني پاچا جنرال قزافي زوی.


هغه د قزافي ځای ناستي او د لیبیا ولی عهد وو. دی په خپل وخت کي د لیبیا دوهم اغیرلرونکی کس وو، د هغه دومره قوت وو چي قزافي یې د یورانیمو د غني کولو د پروسې پرېښودو ته قانع کړی وو. سیف الاسلام دا وخت د لیبیا د اوسني حکومت په زندان کي دی او تر مرګ بتر ژوند تیروي، هغه سیف الاسلام چي یو قدم به یې په لیبیا نو بل به لندن او یا پاریس کي وو، دا هغه سیف الاسلام دی چي  لپاره یې د نړۍ لویو لویو فابریکو ځانګړي عطر تیارول، دا هغه څوک دی چي یوازي څه موده وړاندي د برتانیا د شاهي کورنۍ میلمه وو، لیکن نن د نړۍ یو هیواد هم هغه ته د پنا ورکولو لپاره چمتو ندی، هغه سیف الاسلام چي لندن او پاریس کي به ورته ځانګړې ماښامنۍ او غرمنۍ تیاریده، نن هغه په ډيرو ستونزو د یو وخت ګوله ډوډۍ تر لاسه کوي. څو شېبو کي په یو کروړ ایرو د کور را نیوونکي لپاره نن د سر پټولو لپاره یو بام هم نسته. د چا چي تر پرونه د نړۍ تر ټولو شتمن خلک یاران وه نن هغه بې یاره او مرستي دی، هغه د مرستي نارې وهي خو هیڅوک هم د هغه د مرستي لپاره چمتو ندی. سیف الاسلام د سترګو په رپ کي له عرشه فرش ته راغی او له پاچاهۍ څه ګدایي ته ستون سو.


ځکه هغه څوک چي الله هیر کړي او خپله د خدایي تصور کوي نو داسي خلکو باندي یو نه یوه ورځ د الله تعالی  غذاب نازیلیږي چي بیا ورڅخه خلاصون نسته. داسي مشران چي خپل واک او څوکۍ هر څه ګني او د واک په نشه کي و بهیږي داسي فکر کوي چي د دوي د اقتدار لمر به کله هم ونه لویږي او د هغوي د بخت ستوری به تل روښانه وي، داسي مشرانو ته د سیف الاسلام کیسه په چغو چغو دا وايي چي د اولس اعتماد بایلونکي او خپل ځان خدای ګڼونکي مشران به یو نه یو ورځ د یوه داسي دردناک او حیرانوونکي برخلیک سره مخامخ وي.