کور / رسنۍ / دپکتياپوهنتون مهالنۍ دوهمه ګڼه چاپ سوه

دپکتياپوهنتون مهالنۍ دوهمه ګڼه چاپ سوه

د ( پکتيا پوهنتون ) په نوم مهالنۍ خپرونه له يو شمير علمي،اوټولينزو مطالبو سره پر سپين کاغذ د ١۷پر ۲۴ سانتي مترو په کچه په ۹۲ مخونو کي له چاپه راووته. د دغې خپرونې د پښتيوو لومړۍ او څلورم مخ رنګه او نور ټول مخونه يي تور او سپين دي، ياده خپرونه د ( نشنل ګرافيک )مطبعي له خوا په کابل کې چاپ شوې. د خپرونې د امتياز خاوند پخپله پکتيا پوهنتون دى، او د پوهنتون له هر پوهنځي څخه يې يو يو استاد د کتنپلاوي په توګه ټاکل شوي دي.

( پکتيا پوهنتون ) په د غه خپرونه کې د استادانو او محصلينو بيلابېلې مقالې په ۱۸ سرليکونو کې ځای شوې دي. د مينه والو د لا زياتو معلوماتو په موخه په لاندې ډول يوازې د هغو سرليکونه ښودل شوي:

۱- سرليكنه

۲ – چوغلګري(نمامت)،غيبت او دوه مخي

۳– شمارش منطقى

۴ – د سمندر خان سمندر ژوند، آثار او سبک

۵ – پيشنۀ تاريخي واهميت ستراتيژيکي بالاحصار گرديز

۶– په ورځني ژوند كې د بيولوژي اهميت

۷ – غږيزه (صوتي) ککړتيا

۸ – فلور و پوشش نباتي افغانستان

۹ – د اجمل خټک ژوند، فن او مبارزه

۱۰- د اسلام په مبارک دين باندې د ښځو د حقوقو په هکله نيوکې او ځوابونه

۱۱- د قافيې حركتونه

۱۲- د جګړې ډګر بايد د لوبو په ډګر بدل شي

۱۳- په افغانستان كې د مقننې قوې جوړښت

۱۴- كانكريټ اچوونه او د هغه ليږد
۱۵- ماهيت تعليم

۱۶- سردرد Headache

۱۷ – د ځنګله ساتنه او د هغه ګټې

۱۸- د پوهنتون اړوند خبرونه

د مجلې اداره