کور / تازه خبرونه / په پښتونخوا وطن کښي امنيتي حالات بيخي زيات خراب شويدي

په پښتونخوا وطن کښي امنيتي حالات بيخي زيات خراب شويدي

دپښتونخوا ملى عوامي ګوند شمالي پښتونخوا له دفتر څخه په خپره شوې مطبوعاتى پاڼه کښې دپښتونخوا ملى عوامي ګوند شمالى پښتونخوا ايالتى مشر مختيار خان يوسفزئي اوجنرل سکرتر ارباب مجيب الرحمان په مردان کشې دوژل شوو او ژوبل شوو له کورنيو سره يې دژورغم څرګندونه کړيده او ويلى يې دي چې په ټول هېواد ا و په ځانګړي توګه په پښتونخوا وطن کښې امنيتى حالات بيخي زيات خراب شويدى دترهګراو بيسټپالو لخوا زمونږ ولس په ولقه کښې اخستل شويدى واکمنو له ترهګرو او بنسټپالو سره خبرې اترې پيل کولو سره ولس د وحشى ترهګرو قوتو نو ته په لاس ورکړيدى چې پايلى به يې ډيرې خطرناکه وي دپښتونخوا مشرانو دقانون دسرغړونکو دقانوو په قطار کښې راوستلو پرروان عمل انديښنه  څرګنده کړيده او ويلى  يې دي چې ترڅو پورې دترهګرو ځالې ختم نه کړل شي او دبې ګناه خلکو قاتلانوته عبرتناکه سزا ورنکړل شي او هېواد له ترهګرو څخه پاک نه کړل شي ترهغو پورې به دبې ګناه خلکو دوژنو لړى هم داسي روانه وي.