کور / تازه خبرونه / افغان كډوالو دكارډونو موده ٦مياشتې پراخه كړې شوه

افغان كډوالو دكارډونو موده ٦مياشتې پراخه كړې شوه

اسلام آباد: دپاکستان دولتي اژانس اى پي پي د خبر له مخې سېفران وزارت د نادرا د اړخه افغان كډوالو ته د وركړل شويو رجسټرېشن كارډونو موده تر٣٠ جون پراخه كړې۔په دې لړ كښې سېفران وزارت نوټيفيكېشن جاري كړى دے۔دا پړيكړه تېره مياشت د افغان كډوالو انتظام او بېرته ستنولو تګلار په اړه د وزيراعظم سره د غونډې په رڼا كښې شوې۔د نوټفيكېشن ترمخه د سېفران وزارت دا پريكړه د افغان كډوالو هېواد ته د ستنېدو په اړه د افغانستان دولت٬پاكستان او د كډوالو لپاره د ملګرو ملتونو هائي كمېسيون ترمينځه د لوظ نامې ترمخه شوې۔پراختيا له به د ټولو ډلو د منظورۍ حاجت وي۔د نوټفيكېشن ترمخه حكومت د تېر كال جنورۍ ٢٠١٢ د پاكستان افغانستان٬ايران او يو اېن اېچ سي آر ترمينځه په شوې لوظ نامه عمل باوري كول دي د كومې توثيق چې نړيوالې ورورولۍ په مئي ٢٠١٢ كښې كړې و۔د سېفران وزارت په مشرۍ كښې يو كېبينټ كمېټي جوړه كړې شوې چې په غړو كښې ئې د داخله وزارت٬خارجه او نورو اړوند ايجنسو كسان شامل دي۔دغسې چې په پراخه شوې موده كښې دننه د كډوالو بېرته ستنېدولو عمل بېړنې كړى شي۔دا كمېټي به د افغان دولت او يو اېن اېچ سي آر از نورو ډلو سره سلا په تګلار عمل باوري كولو له تماس نيسي ۔