کور / هراړخیز / کره کتنه

کره کتنه

له ډېرو مطالعو او کتنو ورسته دازما خپله ژوره کتنه ده.چې دا د نن او پرون خبره نه ده.پښتون قام له ازله څخه بې اتفاقه وو.د پښتنو ټولو ستراو ملي مشرانو هم د خپل قام د سر کشئ او بې اتفاقي له کبله خپلي ملي مبارزې په نیما یي کښي یا د بريالي کېدو په وخت پرې ايښي دي.هر پښتون مشر د خپلو د غدارۍ او بې اتفاقۍ له کبله خپلي مبارزې پرې ایښي دي او ځانو نه یې بېرته د کور شخړو ته را رسولي دي.




الله پاک وپښتون قام ته احمد شاه بابا یو ډېر پوه او زېرک مشر  ور په برخه کړه.احمد شاه بابا د پښتنو په هر قبيله کښې د سلا د پاره یو مشر درلود. ټوله مشران بې را غونډ کړل اوسلا ح یې ځیني اخيسته.هم له دې کبله ټوله خلگ او افغانان تر ډېره وخته پوري ارام وو.کورنئ او قامي شخړي تر ډېره وخته پوري نه وې.د احمد شاه بابا خپلي پوهني ژور فکر هغه ته دا ورځ ور کړې وه.چې به په میاشتو او کلونوبه له خپله وطن ورک ووکنې نورو ټو لو اتلانو او ملي مشرانو خپل وطن او مسکن تر دونه وخته نسو پرېښو دای.د احمد شاه بابا په مشري کښې به افغانان پرمخ تله او د بريتوب بېرغونه بې پر سلطنتونو درول.
احمد شاه باباد هرقام دخلگود هري رتبې دخلگو د هر ي سيمي د خلگو په فکر انداز او رواج پوه وو.د احمد شاه با با په مبارزو او پر مخ تگ کښې د افغاني عسکرو له همت سره د احمد شاه بابا خپله پوهنه هم ملگرې وه.
د شاهانو دا خوی وي.چې خپله په ودانۍ کښې ناست وي.او عسکرو ته حکم کوي. دلته هم خبره د شاهانو ده.خو داحمد شاه بابا خپله توره په لاس کښې له افغاني عسکرو سره په څنگ کښې ولاړ وي.د ریگو سپېرې دوړي،تاوده لمرونه،یخ بادونه،په میاشتو سفرونه،لوږي، تندي،دا ټوله هم په مبارزو کښې د احمد شاه بابا د قدمو نو د نېولو د پاره ور پسې وو.خو احمد شاه بابا یو قدم هم شا ته نسو.
چې ودانۍ ته به راغلئ بیا شاه وو.چې یوه سیمه بې ونیوه او بری بې تر لاسه کړه بیا ملي اتل وو.چې له عسکرو سره به توره په لاس په څنگ کښې ولاړ وو بیا یو عسکر وو.
احمد شاه بابا ډېر نظامونه په خپل وخت کښې و خپل قام ته راوړل .چې د هغه و پوهني او ژور فکر ته د انسان نظر اړه وي
د عسکرو نظام ،په عسکرو کښې دننه د رتبو نظام،د عسکرو دپاره کلا وي اود استو گني ځایونه جوړول
د قامي مشرانو او خانانو نظام.
د سلا کارانو او جرگې نظام.
د ودانیو او استو گنو د ځاینو د جوړولونظام.
داوبو کښت او کر ني نظام.
دنوو لارو د جوړولو نظام.
نوي کلي او ښارونه جوړول د کندهار ښار د جوړولو نظام.
نور داسي ډېر د ابادئ کارونه هم داحمد شاه بابا په وخت کښې کېده چې په نن وخت کښې لا هم انسان داسي حیرا ن ورته وگرځي.
پښتون رنگه سر کښه او بې اتفا قه قام پر یو ځای کول او په میاشتو کلونو ملي مبارزو ته دوام ورکول په ریښتیا هم یو نه منونکې خبره مالو مېږي.
ټولو گرانو لر اوبرو پښتنو!
احمد شاه بابا د ټولو پښتنو د پاره یو ډېر لوړ رتبه او د قدر وړ ملي اتلولۍ کړيدي او د ملي اتل او ستر قايد په توګه به يې هميشه نوم ژوندی وي.
لکه څه رنگه چې نور قامونه په خپلو اتلانو افتخار کوي چې هغه اتلان د احمد شاه بابا د پښو خاوري لا نه سې جو ړېدای نو موږ هم په خپل ملي افغان اتل احمد شاه بابا افتخا کوو. موږ ته پکار دي چې د داسي مېړني ملي مشر،ملي اتل قدر تل په خپلو زړونو کښې وساتو.د هغه د پاره لاس په دعا یو.الله جل جلا له دې جنتونه په برخه کړي،روح دې ښاد وي.