سوات:په چاودنه کي دمرګ ژوبلي شمېره تر پنځوس واوښته

د لراوبر اداره | جنوري 10th, 2013


دسوات په تخته بند سړک کي د مذهبي اجتماع په لويه غونډه کي درنه چاودنه وسوه چي د لومړي خبر له مخي لږ تر لږه ۱۴ کسه وژل سوي او تر ۴۵ پوري خلک زخميان سويدي .
په خیبر پښتونخوا کې دلراوبر ډاټ کام همکار وايي چې تر اوسه لا کره مرګ ژوبله نه ده روښانه ،خو دګڼو کسانو دمرګ ژوبلي راپورونه ورکول شوي دي‌.
هلته امنیتي چارواکي او امبولانسونه د زخميانو لېږدول شروع پيل کړي او سيمه کي امنيتي ځواکونه مخ په زياتيدو دي.
له لر اوبر سره اوسئ نور جزیات به وروسته پر لیکه سي‌

Copyright Larawbar 2007-2024