کور / تازه خبرونه / په كوټه كې د چاودنې له امله د ټلوېزيون يه كامره مېن هم ووژل سو

په كوټه كې د چاودنې له امله د ټلوېزيون يه كامره مېن هم ووژل سو

په كوټه كې يو په بل پسې څلور چاودنې وسوې چې له امله يې د سماء په نوم د ټلوېزيون يو كامرا مېن هم وژل سوى دى او د دغه ټلوېزيون ډي سي اين جي موټر هم په بشپړه توګه له منځه تللى دى.



دغه كامره مېن په داسي حال كې وژل كېږي چې كله لومړۍ چاودنه وسوه نو د رسنيو كاركوونكي د پېښې ځآى ته ورسېدل نو ور پسې نورې درې چاودنې وسوې چې له امله يې نهه تنه وژل سوي دي او تر پنځلس پوري نور سخت ژوبل دي.


دغه چاودنې په داسي حال كې ترسره كېږي چې نن په دغه ښار كې يوه بله لويه چاودنه سوې او له دې پرته په سوات كې هم په تبليغي مركز كې بمي بريد سوى وو.


دا هم د پېښي ځيني انځورونه چي لراوبر ته رسيدلي دي راپور :