کور / تازه خبرونه / چارسده کې ماین چاودنه شوې

چارسده کې ماین چاودنه شوې

د خیبر پښتونخوا ایالت په چارسده سیمه کې سړک کې د خښ کړل شوي ماین چاودنې له امله د عوامي نېشنل ګوند د ځايي مشر بشیر عمرزي په ګډون اووه کسان ټپیان شوي دي.د ځايي پولیسو په وینا پېښه د عمرزیو سیمې د هري چند سړک په اوږدو کې وشوه. ځايي پولیسو وویل، چې د بشیر عمرزي د زوی په ګډون د هغه یوه شمېر خپلوان په پېښه کې ټپیان شوي دي. ماین هغه مهال د بشیرعمرزي په موټر وچاودېد، چې نوموړی د یوې قضیې په لړ کې ځايي محکمې ته له ورتلو وروسته کور ته پر لاره و. د پولیسو په وینا چاودنه کې دوه پولیسان هم ټپیان شوي دي.