د ماليې وزارت وايي چي ۵۳ سوه اربه پوړوړئ دئ

د لراوبر اداره | اپریل 25th, 2008


 دپاکستان دماليې وزير اسحاق ډار ويلي دي چې پاکستان ٥٣ سوه ارب کالدارې پوره وړى دى دقومى اسمبلۍ په غونډه کښې دپوښتنو ځواب ورکولو په لړ کښې وفاقى وزير وويل چې دتېرحکومت دغلطو کړنلاروله امله هېواد دغنموله بحران سره مخامخ شو تير حکومت دوه سوه ډالره دميټرک ټن په حساب غنم خرڅ کړي خو په پنځه سوه ډالره ئې دميټرک ټن په حساپ غنم رانيولي دي ددغه له امله قومى خزانې ته څلور څلويښت ارب نوى کروړه څخه زيات زيان اوښتۍ دى چې يو ستر زيات بلل کيږي.

Copyright Larawbar 2007-2024