زابل.ښاروالی وایی په نیوي کال کی به خپل خدمات نورهم زیات کړي .

جاويد احمد تنوير | جنوري 15th, 2013


زابل ښاروالي وایی په را راوان نیوي کال کی به دیوشمیر نړیوالوموسیسوپه مرسته نوي پروګرامونه پرلاره واچوي چی په وینا یی له مخي به یی ددغه ولایت دځایی اوسیدونکولپاره دخدماتوپروګرامونه پکی زیات وی .ددغه اداري مسؤلین وایی دتیر کال په نثبت یی عواید جګ شوی اودرمپپ په مرسته یی خلکوته دخدماتورسولومساحت پراخ شوی دی .دښاروالي دمامورینوپه وینا دسیمي په بیا رغونه کی یی مثبت بدلون راغلي اودخلکولپاره دامهال په قلات ښارکی ډيرکارونه شوی دی .ددوي دخبروله مخي چی په راروان نوی کال کی به په مرکزقلات کی خپل نوي پروګرامونه پلی کړي .دغه ښاروالي وایی چی خلک هم باید ورسره مرسته وکړي ترڅو په سیمه کی دښاروالي شته ستونزی هواري شی .دوي وایی دښاروالي لخوا دقصابانو لپاره دڅارویو دحلالوځای جوړ شوی خو اوس هم یوشمیر قصابان خپل څاروي په کورنوکی حلالوي چی داکار دښاروالي دلایحي څخه په ټکرکي دی .دښاروالي مسؤلین وایی دتصفیه اوبوټانکۍ په ښار کی درول شوی اوخلک باید دهغه څخه استفاده وکړي ترڅو دنارغیوڅخه خوندي وي .

Copyright Larawbar 2007-2024