کور / تازه خبرونه / كندهار: ذهني تغير د سولي پروسه قوي کوي

كندهار: ذهني تغير د سولي پروسه قوي کوي

د افغانستان دسولي د عالي شورا د دارالانشاء رئيس او د ولسمشر کرزي مشاور زير محمد معصوم ستانکزي نن سه شنبه کندهار ولايت ته سفر وکړى او دلته يې د والي ترڅنګ د سولي شورا له رئيس او دارالانشاء سره هم وکتل.
له نوموړي سره په دې سفر کي د تخنيکي، سکتوري، پرمختيايي، د بنديانو د خلاصون او د سولي شورا د ځينو نورو برخو مشران او استازي هم شامل دي چي دلته به د سولي پروسې د مستحم کېدو او کارونو د ښه والي لپاره مجالس ولري.
ښاغلي ستانکزي له کندهار والي سره په ليدنه کي وويل چي کندهار ته يې د سفر هدف په دې ولايت کي د سولي له پروسې سره نوره مرسته کول او د يو ځاى سوو، يا هم په راتلونکي کي د يو ځاى کېدونکو کسانو لپاره د مختلفو پرمختيايي پروژو پر پيل باندي بحث کول دي.
کندهار والي له ښاغلي ستانکزي سره په ننۍ ليدنه کي وويل چي امنيتي حالت ډېر سم سوى او اوس د سولي پروسې د مخالفينود دعوت تر ټولو غوره وخت دى چي بايد دولت ورڅخه استفاده وکړي او ډېر کسان د سولي له لاري عادي ژوند ته راولي.
نوموړي وويل چي په کندهار کي ولايتي ادارې او د سولي شورا په ګډه سره خورا زياتي هلي ځلي کړي او د مخالفينو اذهانو په تغير کي يې زيات کار کړى خو هغه چي ډېره اړتيا يې ليدل کيږي او د کابل مربوطيږي هغه د پرمختيايي پروژو پيل دى چي بايد توجه ورته زياته سي.
هغه زياته کړه چي د مخالفينو په ليکو کي ډېرى جنګيالي هغه کم عمره ځوانان دي چي مکتب ته د تګ وخت يې هم تېر سوى او نور نو بايد ورته په حرفوي برخو کي روزنه ورکول سوي او ټولني ته د يوه سالم شخص په توګه معرفي سي.
والي وويل، په ولايتي کي ډير تاسيسات لري چي کېداى سي ورڅخه د حرفوي زدکړو او راستنېدونکو کسانو د ځاى ځايګي لپاره استفاده وسي او په دې توګه سره پر دولت او د سولي پر پروسه باندي د خلکو ، په خاصه توګه د وسلوالو مخالفينو اعتماد زيات سي.