ارزګان: ښاروالی هرکال دفاضله موادو څخه ۱۲۰۰۰۰ ډالره عواید ترلاسه کوی

د لراوبر اداره | جنوري 16th, 2013


دارزګان ولایت ترینکوټ ښاروال نعمت الله اکبری وایی چی درمپپ پروګرام په مرسته دنړیوالو ځواکونو څخه دفاضله موادو پرسردکال څخه یوسل شل زره امریکایی ډالره مالیه اخلی چی ددی پروینا دا دښاروالي دپاره ستره لاسته راوړنه ده.


ښاروال اکبری وایی  نړیوال چی کله فاضله مواد دخپلو ځایونو څخه دښاروالی دفاضله موادو ځای ته انتقالوی نو باید ښاروالي ته دهر موټر پر ۱۴ امریکایی ډالر ورکړی چی دمیاشتی لس زره دری سوه او دکاله څخه یوسل شل زره ډالره کيږي.


 
اکبری همداراز وایی چی داسټرلياځواکونوأخوا څخه دښاروالی دپاره دفاضله موادو دپاره ځای جوړ شو چی دعامو خلګو ترڅنګ دولتی او نړیوال ورڅخه ګټه پورته کوی او په بدل کی وښاروالي ته مالیه ورکوی چی ددی پروینا یاد ګام یی دچاپیریال ساتلو په موخه کړی دي. 
 


 
بل لوری ته بیا په اروزګان ولایت کی دسهیلی رمپپ سلاکار ډاګلس سمیت وایی  چی درمپپ پروګرام په مرسته وتوانیدل چی دښاروالی او نړیوالو ځواکونو ترمنځ دمالي قرار داد جوړ کړی ترځو دښآروالی عواید لوړ شی.
ښاغلی سمیت وایی چی دوی به هڅه وکړی چی دښاروالی سره په تخنیکی برخه کی مرسته وکړی او دهغه ترځنک یوداسی ستراتیژی جوړه کړی چی دښاروالي عواید نور هم لوړښی.
ښاغلی سمیت همداراز داسټرالیا دحکومت او یو ایس اي ډي څخه مننه وکړل چی پدی کار کی یی دښاروالی سره مرسته وکړل.


 
دسهیلی رمپپ په مرسته دترینکوټ ښاروالي عواید پداسی حال کی دفاضله موادو دمالیاتو څخه لوړیږی چی پدی وروستیو کی ددی ښاروالی له لوری څخه یوشمیر پروژی ترکار لاندی رواندی دي. 

Copyright Larawbar 2007-2024