کور / طنز / شيريني

شيريني

_ ډاکټر صيب مړشوم، هله ژرکوه، څه زهر راکړه چې ښه شم.

د امين سويو چيغو د خونې ټوله فضا نېولې وه، په يوه سا لګياو:

_ډاکټرصيب! مړشوم، دخداى له پاره….

ډاکټر په غوسه شو:

_دې باډۍته دې ګوره، او ستا چيغو ته! په باډۍ دې هندو مسلمانېږي. لږه خورئ، پر ځان نه پوهېږئ، که ډوډۍ پردۍ ده،ګېډه خو مو خپله ده.هه دغه د سر درد او ټوخي ګولۍ را پاتې دي.داواخله ښه به شي!

دى له درده لکه مار تاوېده، پر ډاکټر غوسه شو:

_ زه وايم نس مې خوږيږي، او ته راته د سر درد ګولۍ راکوې، ژرکوه مړ کېږم.!!!

ډاکټرشونډې بوڅې کړې:

_وروره بهر هر څه شته ورشه له همغه ځايه ښه دواواخله زه څه انساني ډاکټر نه يم چې ستا د ګېډې تشخيص دې وکړم.

دامين بياچېغو او زګېروو ډاکټر شاته کړ:

_ته انساني ډاکټر نه يې،نو د خروداکټر يې؟

دامين داخبره پر ډاکتر سمه د ټوپک ډز ولګېده:

_هو زه د خرو ډاکټر يم لکه د ستا په شان د خرو علاج کوم.

_نو څنګه دلته ډاکټرشوى يې؟داخوپوهنتون دى دلته انساني ډاکتران نه و، چې دخرو ډاکتر يې راوستى؟

_ دلته ښه ډېر دي، خو د انسانانو له پاره،مګر زه پکې دستا په شان د خرو علاج کوم.پوى شوې؟ دا دولت دى چې واسطه دې وي،هرکار کېږي. ته خو هم د دې لايق نه يې چې پوهنتون ته دې راشې،يابه په پيسو راغلى يې،او يابه دې د ځان پر ځاى بل څوک کېنولى وي.نور مې عصاب مه خرابوه، ژر وځه!

امين په زګيرو د څنګ وګراوه تليفون يې راويوست اوکې يې کړ:

_ الو!فواده! ترکلينک راشه! ټول ملګري راوله، ژرکوه چې مړ کېږم.

لا څو دقيقې نه وې تېرې چې د امين شاوخوا د ده ملګري ولاړ وو.طارق پر فواد غږ کړ:

_ راپه شايې کړه، سړى ښه نه دى، چې صحت عامې ته يې ورسوو، هله بلاله! ته په سرک يو موټر ودروه!

××××

په خونه کې د ډاکټر او د امين د ملګرو لانجې روانې وي،د فواد غږ نور غلي کړل :

_ ډاکټر صيب! سم وايي،محصلين يو، دا مو ملګرى دى، علاج يې وکړه،په ګېډه يې درد دى، ته يې وګوره چې څه مريضي لري. د خداى له پاره مړ به شي.ته يې چيغې نه اورې!!!

ډاکټر له ځايه پورته شو:

_ هرڅه بلا چې ياست، پر ما مو څه ؟ ولې مو مخکې نه راووړ،چې مرګ حال شي، نو را روان کړى مو وي، اوس زما د پلار له وسه نه کېږي.

امين چيغوته زور ورکړ،چاکراراوه، چا ډاکټر تر ږيره او پښو نيوه:

_ د خداى له پاره هلک مړکېږي. ته خو يې وګوره چې څه مريضي لري؟

ډاکټر په قهر شو:

_پوهنتون ته راورسېدئ، خو په اصولو پوى نه شوئ، په دې نيمه شپه عمليات، او هغه هم بې شيريني!!! لږ څه وټوخېږئ!

ملګرو يې ژر_ژر په جېبونو لاسونه ووهل، څه چې ورسره وي،هغه يې راوويستې، طارق وشمارلې:

_ هه ډاکټر صيب!! دغه درې زرې خوشوې، نورې والله که ټنګه هم راسره وي!

ډاکټر پيسو ته وکتل:

_درې زره روپۍ!ځه خير وبه يې کړم.ي

امين له خولې داسې چيغه پورته شوه، ته وا چې د خونې چت به را وغورځوي. ډاکټر د روپو زاړه نوټونه په بېړه د سپينې چپنې په جېب ومنډل، په وار خطايې يې وويل: مخکې مې درته وويل، چې ناوخته مو راووړ، اپنډيکس يې وچاوديد، دتابوت غم يې وکړئ.